خدای دی ناروغه مه که
چې په پښتنه دی له سترګو
تبه غیږ کی راوړم
ظالمه داسی خو څوک نه وایې چې
زه بی پښتنی
په نریۍتبه په کټ کی
بیګا ډند خولو کې ولمبیدم ،
او د زګیروې په هره دمه مې
دمرګ سپينو چړو ته
غزیدلی کلیمی ویلې ،
تا خو په ټوکو
توره تبه کی خوبونه لیدل
خو زه
لمده خیشته باران
د ګودر لاره کې د سیند په څپو ونیولم
چې له بڼو مې لپه لپه اوبه
د مستو اوښکو په ویالو کې
د ګریوان په سینه وبهیدی ،
اوته می ولیدلی چې
په لڼده ساه کی مې له څنګه
په نڅا کی لاړی ،
زه دی د څڼو
له شماله پوه شوم
چې غلچکۍ خندا دی سترګو کی نڅا وژله ،
او په سرو وینو لمبیدلو سترګو
دواړو جامونو کې
سپرغې په لپه لپه شیندل
او لا لګیا یې په شیبو لکه باران وریږي،
راشه ناغه به درکم
په سپينو لیچو به دی زړه ته
ښه نژدی ونیسم ،
په ښکلیدو به دی
په مینه داسی ونازوم
چې سړه لری دي د زړه کوڅو ته ننووځې !
حبیب زی - فرانکفورت- 20.09.2010
دپیاوړی شاعر او لیکوال لیوال صایب دیو شعر له ویلو نه په الهام
وروستي