انتحاري ځوان

هغه انتحاري ځوان ته چې کرغېړن ګورو، جنرال حمیدګل یې ورته د خردجال د کاذب جنت سره او سپین ور ښودلي
 
چا چې له اسلامه د سیاست نانځکه جوړه کړه
هغو زموږ دین، زموږ ناموس ته سپکه جوړه کړه

نه د مسلمان نه د کافر ټېکه ختلې ده
ځمکه د هغو ده، چاچې دغه ځمکه جوړه کړه

ته خو یا شهید شوې، یا غازي شوې، کار دې وشولو
مونږ ته خو دې لویه فتنه، بې له شکه جوړه کړه

ستا تر عقیدې، او ستا تر پاک مذهبه وګرځم
ولې دې ترې نورو ته لنډۍ لټکه جوړه کړه

تا خو زما ټوله عاطفه، پردۍ پردۍ کړله
تا خو زموږ د مینې له آیینه کرکه جوړه کړه

څنګه دې رضا کړ، چې ځان ووژني، بل ووژني
څنګه دې بلا له یوه تنکي هلکه جوړه کړه

څنګه دې له ځوانه، زموږ له روڼه مستقبله هم
موږ ته، پښتنو ته د عذاب ملکه جوړه کړه

خلک دې تباه کړل، او نسلونه دې بدبخته کړل
خپله زندګي دې له همدې درکه جوړه کړه
 
مجيد قرار