د ولسمشر د امریکا د سفر یوه برخه لاسته راوړنې:

 
واشتنګټن ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د تاريخي سفر په اوږدو کې چې د ۲۰۱۵ کال د مارچ د ۲۲ مې څخه تر ۲۵ مې نېټې پورې دوام وموند، د متحده ايالاتو او افغانستان دولتي لوړ پوړو چارواکو هغه لاسته راوړنې تر بیا کتنې او څېړنې لاندې ونيولې چې افغانستان په تېره ديارلس کلنه موده کې په ټولنيزو، اقتصادي، امنيتي او د بشر حقونو په برخو کې تر لاسه کړې دي. همدارنګه د هغو اړينو اقداماتو په اړه خبرې اترې وشوې چې ښايي دواړه هېوادونه يې د دغو لاسته راوړنو د دوام او زياتوالي څخه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره تر لاس لاندې ونيسي. دواړو لوريو د ۲۰۱۲ کال د ستراتيژيکو همکاريو په هوکړه ليک کې په درج شويو ژمنو چې دوه اړخيزه اوږد مهاله همکاريو ته کاري اډانه ټاکي، يو ځل بيا ټينګار وکړ او لاندې ټکي يې اعلان کړل:
۱) د دوره اړخيز کمېسيون بيا پيلېدل:
د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزير جان کري اعلان وکړ چې د ۲۰۱۵ کال په وروستيو کې به کابل ته سفر وکړي تر څو د خپل افغان سيال سره يو ځای د متحده ايالاتو او افغانستان د ګډو همکاريو کمېسيون د راتلونکې ناستې مشري وکړي. د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک د ۲۰۱۲ کال د مې په مياشت کې لاسليک شو چې پر بنسټ يې د دوه اړخيزه موضوعاتو په اړه خبرو اترو ته د لارې د هوارولو او د دغه هوکړه ليک د مفاداتو د پلي کولو څخه د څارنې په موخه د ګډو همکاریو کمېسيون را منځ ته شو. نوموړي کمېسيون تر اوسه دوې ناستې، چې وروستۍ يې په کابل کې د ۲۰۱۳ کال د مې په مياشت کې وه، جوړې کړې دي.
۲) نوی پراختيايي مشارکت:
د باندنيو چارو وزير کري او ولسمشر غنی د خپل پلان په اړه خبر ورکړ چې د ۸۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو په "نوي پراختيايي مشارکت" باندې پيلېږي او د دواړو دولتونو د پراختيايي همکاريو په تاريخ کې نوې پاڼه پرانيزي. نوی پراختيايي مشارکت به د وروستۍ لسيزې په ترڅ کې د پراختيايي ګټو او لاسته راوړنو د ساتلو او د ځانګړو پراختيايي ننګونو پر وړاندې افغاني حل لارو ته د خوځښت ورکولو له لارې په خپل ځان د باور د لوړولو په برخه کې مرسته وکړي. دغه چاره به د متحده ايالاتو د خوځښت ورکولو د اوسني ازمويښتي پروګرام د پراختیا او لوړوالي لامل شي چې تر ډېره بريده يې د پاليسۍ جوړولو په لنډمهاله فعاليتونو باندې تمرکز لري. ياد نوی پراختيايي مشارکت به د افغانستان د بنسټونو د ځواکمنولو او د مالي نظام د پايښت او رڼښت په اړه د امريکا د متحده ايالاتو پر ژمنو يو ځل بيا ټينګار وکړي او د افغانستان دولت ته به موقع په لاس ورکړي تر څو په خپله د خپل پراختيايي تګلوري مشري او مديريت په غاړه واخلي. د نوي پراختيايي مشارکت له مخې به بوديجه يواځې د هغو اصلاحاتو د راوستلو وروسته چې هوکړه پرې شوې او یا د هغو پراختيايي لاسته راوړنو د بشپړېدو څخه وروسته چې د چارو د مشخصو او ريښتينو شاخصونو په مټ ټاکل شوې وې، ورکول کېږي. دغه نوښت د سرچينو د غوره مديريت او د پراختيايي لاسته راوړنو د بشپړيدو لپاره د هغوی په خپلو سېسټمونو کې د اغیزمنتيا او حساب ورکولو د زياتوالي په موخه د افغانستان د نوي حکومت د پراخو او هدفمنو هڅو څخه ملاتړ کوي.
۳) د ۲۰۱۷ کال تر پايه د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي د ۳۵۲،۰۰۰ کسيزو ځواکونو څخه مالي ملاتړ:
د امريکا د متحده ايالاتو حکومت د کمپ ډېوېډ په ستراتيژيکه امنيتي ناسته کې تائيد کړه چې غواړي لږ ترلږه د ۲۰۱۷ کال تر پایه د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ۳۵۲،۰۰۰ کسيز پرسونل څخه خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي. 
د ظرفيت جوړونې پروژه: د متحده ايالاتو د خزانې د تخنيکي مرستو دفتر ژمنه وکړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په همکارۍ به د خپلو تخنيکي مرستو او ظرفيت جوړونې پروګرامونو ته پراختيا ورکړي تر څو د افغانستان د مالي مديريت عامه سېسټمونه او په مالي سکتور باندې د څارنې چارې ځواکمنې شي. د مارچ په ۲۳ مه نېټه د خزانې وزير لیو او د ماليې وزير حکيمي په کمپ ډېوېډ کې د دغه نوښت په اړه يوه هوکړه لاسليک کړه.
۴) د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د لوړې کچې ناسته:
د امريکا د متحده ايالاتو حکومت ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د اويايمې عمومي غونډې په څنډه کې چې د سپټمبر په مياشت کې به په نيويارک کې دایره شي، د لوړې کچې ناسته جوړه کړي. دغه ناسته به د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې ته د ملي وحدت د حکومت د لومړي کال د لاسته راوړنو د انعکاس او د راتلونکي کال لپاره د موخو او ننګونو په اړه د خبرو اترو فرصت په لاس ورکړي.
۵) د ټاکنيزو اصلاحاتو څخه د متحده ايالاتو ملاتړ:
د افغانستان د ډموکراټيک نظام څخه د اوږد مهاله ملاتړ په لړ کې، او د مارچ په ۲۰ مه نېټه د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون را منځته کېدو ته په پام سره د امريکا د متحده ايالاتو نړيواله پراختيايي اداره (USAID) په پام کې لري چې د ټاکنيزو اصلاحاتو څخه د ملاتړ او د اړونده چارو د سرته رسولو لپاره ۳۰ ميليونه امريکايي ډالر برابر کړي.
۶) د افغانستان د سولې او بېرته ستنېدو د پروګرام سره مرسته:
لکه څرنګه چې په ګډه بيانيه کې یادونه وشوه، د متحده ايالاتو حکومت د افغانستان د سولې او بېرته ستنېدو د پروګرام څخه د ملاتړ په موخه د ۱۰ ميليونه امريکايي ډالرو مالي مرسته برابروي. د سولې او بېرته ستنېدو پروګرام د افغان حکومت له خوا يو چلېدونکی پروګرام دی او د سولې د راوستلو او د افغانستان ټولنې ته د پخوانيو جنګياليو د بېرته ستنېدو لپاره د مسلکي زده کړو، د معيشت يا ژوندانه د بديلو پروژو او په مرکزي او ولايتي حکومتي بنسټونو کې د ظرفيت د لوړوالي له لارې ټول سياسي، امنيتي او پراختيايي اړخونو په کې ګډون لري. دغه پروګرام د افغانستان د سولې د عالي شورا د هڅو ملاتړ کوي.
۷) د امنيتي مشورتي جرګې بیا پیلېدل:
د دفاع وزير اشتون کارتر د کمپ ډېوېډ د امنيتي مذاکراتو په ناسته کې اعلان وکړ چې په ۲۰۱۵ کال کې د متحده ايالاتو د دفاع وزارت د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سره امنيتي مشورتي جرګه بيا پیلوي. امنيتي مشورتي جرګه د متحده ايالاتو د دفاع وزارت او د افغانستان د امنيتي سکټور وزارتونو تر منځ د ستراتيژيکې دفاعي خبرې اترې دي چې د ۲۰۱۰ کال د مې په مياشت کې د کابينې په کچه د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت د پولو څخه د باندې تعامل د يوې برخې په توګه د افغانستان د وزارتونو سره پيل شوې دي. د امنيتي مشورتي جرګې وروستۍ ناسته د ۲۰۱۲ کال د مې په مياشت کې په واشنګټن کې جوړه شوه، چې د پايلو بشپړ رپوټ به يې د دوره اړخيزو همکاريو کمېسيون ته وړاندې شي.
۸) د ګډ کمېسيون د رامنځته کولو لپاره پر همکارۍ ټينګار:
د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان حکومتونو، د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د امنيتي او دفاعي همکاريو په هوکړه ليک (چې د دوه اړخيز امنيتي تړون یا BSA په نامه هم يادېږي) کې د درج شويو موادو د پلي کولو څخه د څارنې په موخه د دوه اړخيز ګډ کمېسيون د جوړېدو لپاره د همکاريو د دوام په اړه خپله ژمنه يو ځل بيا تکرار کړه. نوموړی ګډ کمېسيون، چې مشري يې په ګډه د متحده ايالاتو او افغانستان د دفاع وزارتونو د استازيو په غاړه ده، په دوه اړخيز امنيتي تړون کې د درج شويو موادو او شرایطو د پلي کولو څخه څارنه کوي او د ستراتيژيکو همکاريو د تړون پر بنسټ چې د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۳۰ مه نېټه لاسليک شو، د امنيتي او دفاعي همکاريو په اړه مالومات د کاري ګروپونو سره همغږي او تبادله کوي.
۹) د فولبرايټ د پروګرام غځېدل:
د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې غواړي تر پنځو راتلونکو کلونو پورې افغانانو ته د فولبرايټ د بورسيو او د نويو پوهنځيو د پراختيا پروګرامونه د امريکا په متحده ايالاتو کې د ننه د زده کړو د لګښت د ورکړې د شمېرې په زياتولو سره د افغانستان د ملي پراختيا لپاره په حياتي څانګو کې وغځوي. د غځولو څه موخه دا ده چې د فولبرايټ د بورسيو اوسنۍ کچه تر ۵۰ سلنې لوړه شي. دا چاره په نړۍ کې د زده کړو د تر ټولو ستر پروګرام د رامنځته کېدو لامل ګرځي او د متحده ايالاتو د حکومت د اوږد مهاله ژمنتیا څرګندونه کوي.
۱۰) افغان ښځو ته د لوړو زده کړو بورسيې:
همدارنګه د امريکا متحده ايالات د هغو ښځو او نجونو څخه د ملاتړ په موخه چې په ټول افغانستان کې پوهنتونونو ته مراجعه کوي د لوړو زده کړو بورسيې برابروي. په روان کال کې د افغانستان د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت په همغږۍ د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې ۱۸ ميليون ډالري پروګرام پيل کېږي. دغه پروګرام به په راتلونکو کلونو کې د يوه افغان بنسټ په مټ اداره شي چې بوديجه يې مخ تر مخه د کانګرس له خوا تصويب شوې ده.
۱۱) د ټيفا مذاکرات:
د متحده ايالاتو د سوداګريز استازي دفتر او د افغانستان حکومت اعلان کړه چې غواړي په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت د هوکړې وروسته د پانګونې او سوداګرۍ د کاري اډانې د هوکړه ليک (TIFA) مشورتي غونډه جوړه کړي.
۱۲) د افغانستان د لاسي صنايعو د سمیتسونین نندارتون:
د سمیتسونین بنسټ په پام کې لري چې په ۲۰۱۶ کال کې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) په همکارۍ د افغانستان د لاسي صنايعو د توکو د يوه ستر نندارتون کوربه توب وکړي، په دغه ستر نندارتون کې به د افغانستان د لاسي صنايعو جوړوونکي او د فېروز کوه بنسټ ګډون وکړي.
۱۳) ډيجيټلي پيوستيا يا ارتباط:
انټرنټ ته د لاسرسي، د ډيجيټل مالي خدماتو او برېښنايي حکومتولۍ لپاره د همکاريو د ترسره کولو په موخه سپينه ماڼۍ او د امريکا د متحده ايالاتو نړيواله پراختيايي اداره (USAID) په ګډه سره افغان پلاوي ته په لوړه کچه د يوې ناستې کوربه توب کوي.
۱۴) د متحده ايالاتو او افغانستان د سيمه ايزې انرژۍ کاري ډله:
د امريکا متحده ايالات او افغانستان سره سلا شول چې يوه ګډه کاري ډله را منځته کړي تر څو هغه لارې چارې ولټوي چې افغانستان د سيمه ايزې انرژۍ د مارکېټونو سره يو ځای کړي. د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت، د امريکا د متحده ايالاتو نړيواله پراختيايي اداره (USAID)، د متحده ايالاتو د خزاينو وزارت، او د متحده ايالاتو نور اړونده بنسټونه به په دغه نوښت کې برخه واخلي.