غزل



ویره د بیلتون چې په زړه راشي سترګې ډکې شي
سترګي چې له سترګو نه فنا شي سترګې ډکې شي

ټول بدن مي وریږدي احساس مي هم وړوکی شي
ماته چې رایاده ستا جفا شي سترګې ډکې شي

هغه لمحې اوس هم یوه شهکارانځورته ورته دي
"زوی ترینه روان شي مورتنها شي سترګې ډکې شي"

زموږ اوښکي په ډیره اسانۍ سترګو ته نه راځي
یا چې زړونه مات شي اویا غلا شي سترګې ډکې شي

غلی شمه چوپ شمه په ځان کي چي څه ووینم
خدایږو چي احساس راته پیدا شي سترګې ډکې شي

موږ چې له مودو وروسته یو بل په غیږکې ونیسو
زړونه مو خوښۍ نه په ژړا شي سترګې ډکې شي

بس ده نور زموږ رهبر زموږ کړې چي موږ نه وژني
لاس مې خدای ته لپه په دعا شي سترګې ډکې شي

ستا د شعر لمن ژوندونه اوس ایله رنګینه شوه
اوس دي ایله هر بیت ته واه وا شي سترګې ډکې شي

عبدالله شاه ژوندون
12/08/2010