یادونه: دا غزل له یوې اوږدې وقفې وروسته لیکم ، هیله ده خوښ مو شي. او ټولو ملګرو ته یې ډالۍ کوم
د چا دعا ده چي په دار باندي ژوندي پاتې یو
موږ لیوني د عشق په لار باندي ژوندي پاتې یو
د یو څو ښکلو په خاطر ژوند سره مینه کوو
د یو څو ښکلو په دیدار باندي ژوندي پاتې یو
د هغو زړونو کي اوس نورو خلکو ځای نیولی
چاته چي موږ په انتظارباندي ژوندي پاتې یو
نوربه معصومي میني زړونو کي بندي نه ساتو
نوربه د میني په اظهار باندي ژوندي پاتې یو
شاعرانه شیبې مو ژوند ته نوی رنګ ورکوي
موږ په منګي موږ په سیتار باندي ژوندي پاتې يو
دا ډک ډک زړونه به تر څو په سړه سا تشوو
لا به تر څو په دغه کار باندي ژوندي پاتې یو
مستي مو کړې ده سجدو ته مو هم وخت ورکړی
موږ په توبه په استغفار باندي ژوندي پاتې یو
هو موږ ناداره یو پیسه او دولت نه پيږنو
موږ د ښکلا په کاروبار باندي ژوندي پاتې یو
یو وخت یادونه وو دردونه وو ژوندون به هم وو
اوس د بنګړو په شرنګهار باندي ژوندي پاتې یو
ژوندون
04/08/2010
وروستي