د هېواد رښتیني اتلان باید ولمانځل شي

 څلوېښت کاله کېږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده، دې جګړې سړی او نه سړی ونه پېژنده، له ډېرو وطن ورانو ، او جنګي جنایت کارانو يې اتلان جوړ کړل، حال دا چې هغه اتلان نه وو،بلکې جنګي جنایت کاران وو، هغوی رتبې واخیستې، هغوی جعلي عزت پیدا کړ، هغوی جعلي نوم پیدا کړ، هغوی په زوره بلډنګونه پیدا کړل، او بالاخره هغوی ملي اتلان شول.

د نړۍ په تاریخ کې او هر هېواد په تاریخ کې، اتلان هغو ته ویل کېږي، چې تللي وي او نور هېوادونه يې فتح کړې وي، د بهرنیو یرغلګرو پزې يې ورماتې کړې وي ، او خپل هېواد ته يې ویاړنې راوړې وي ، ویلی شوی چې برعکس زموږ په هېواد کې اتلان داخلي جنایت کارانو ته ویل کېدل ...

څو ورځې وړاندې پاکستاني پنجابیانو او د هغوی تلیڅټو پر غزني ښار يې له څلورو خواو حمله وکړه، له درېو خواو وساتل شو، خو له څلورمې خوا وتوانېدل چې ښارته ننوځي، محلي امنیتي ځواکونه وروسره لاس او ګرېوان شول، په لومړیو کې له شاوخوا او له مرکزه مرستندوی ځواکونه ور ونه رسېدل، خو د غزني امنیه قواندان او په لاس لرلو سرتېرو يې د پاکستاني تجاوز ګړو پر ضد دفاعي حالت غوره کړ، دوی يې په سلهاو ووژل ، او په سلهاو يې نیم ژوندي کړل، درې ورځې په خپله غزنی وساتلو ، څلور ورځې يې سره په سر خوب ونکړ، د هېواد لپاره له ژونده په مرګ خوشحاله وو، تر څو ورته له مرکزه ملاتر ور ور ورسېدل، غزنی يې له ترهګرو وژغوره . اوس څنګه کېدایشي چې داسې اتلان ونه لمانځو ، ويې نه ستایو، ويې نه نازوو؟ د ولسمشر څخه مننه کوو چې داسې یو وړ چاته يې مینه ورکړه، رتبه يې وکړه ؤ او ويي نازوه.په لویه کې ویلی شو اتلان دغسې وي، سرتېري دغسې و، مېړني دغسې وي، او په هېواد سرښیندونکي دغسې وي، دی او دېته ورته نور مو هم ملي اتلان دي.