
لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده افغان امنیتي ځواکونو ددې هېواد د عزت او ټولو ملي شتمنیو څخه په ډېره مېړانه ساتنه کړې او کوي يې، او دوی تل د خپل سر په قیمت له دې هېواده ساتنه کړې ، ټولو ته څرګنده ده چې دوی د هېواد د ساتنې په برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
افغان امنیتي ځواکونه چې ددې هېواد اصیل بچیان او ددې هېواد حقیقي مجاهدین دي اړتیا ده چې ولس يې ملاتړ وکړي.
همدا امنیتي ځواګونه دي چې د ټولنې وکړي په آرامه فضا کې ژوند کوي.
موږ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ولیدل چې د جګړې پرمهال همدا امنیتي ځواکونه و چې ولایتونه يې له سقوط څخه وژغورل ، او دښمن ته يې تل نه جبرانیدونکي تلفات ور اړولي.
زموږ امنیتي ځواکونو په ډېره لږه موده کې ډېر پیاوړي شول ، اوس موږ وینو چې له افغان امنیتي ځواکونو د ولس ملاتړ هم ډېر پراخ شوی دی.
اوس ولس پوهیږي چې همدا افغان امنیتي ځواکونه ددې هېواد اصیل وارثین دي ، دیني عالمانو ته هم اړتیا ده چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې ولس ته تبلیغات وکړي ، وسله وال طالبان چې د پردیو موخو د تطبیق په خاطر په افغانستان کې د افغان ولس په وړاندې د جهاد په نوم نامشروع جګړه کوي په ځينو لرې سیمو کې ديني عالمانو ته اجازه نه ورکوي چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو په جنازو کې ګډون وکړي ، ځکه دا دیني عالمان ددې وسله والو طالبانو له طرفه ګواښل کېږي موږ په ډېرو ځایونو کې ولیدل چې زموږ دیني عالمان د همدې وسله والو په بریدونو کې ووژل شول، وسله والو طالبانو تل په خپلو ظالمانه بریدونو کې زموږ امنیتي ځواکونو ته يې تلفات اوړلي او په شهادت يې رسولي ، خو همدا امنيتي ځواکونه دي چې کله يې هم خپله لاره نده پرېښې او د خپل هېواد ساتنې ته يې دوام ورکړی.
دا چې وايي د ولس زور د خدای (ج) زور دی نو د ولس ونډه د افغان امنیتي ځواکونو او همدا راز د نظام په پیاوړتیا کې ډېره اړینه ده کله چې ولس د خپل نظام او امنیتي ځواکونو تر څنګ ورېږي وسله وال يې په وړاندې هېڅ هم نه دي.
بدبختانه موږ د هېواد په ځينو سیمو کې خلک وینو چې د غير مسوولو وسله والو او طالبانو ملاتړ کوي او د هېواد د بې نظمۍ د پاره غير قانوني کړنې ترسره کوي دا راز کړنې د نظام په وړاندې ګواښ او ملي ګټو ته خیانت دی ، او همدا راز کړنې هېواد بحران طرف ته بیايي.
کله چې ولس له افغان امنیتي ځواکونو پراخ ملاتړ وکړي د فاسدو وسله والو او سیمه ييز غیر مسووله قوماندانانو په وړاندې ودرېږي زموږ امنیتي ځواکونه پیاوړي کېږي او د ټولو سر او مال په امان کې کېږي، ځکه چې همدا غير مسووله وسله وال قوماندانانو د لاسه ولس ستړی دی او ترې په عذاب کې دي.
همدا امنیتي ځواکونه کولی شي ولس دداسې اشخاصو له شر څخه خلاص کړي ، صرف اړتیا ده چې ولس د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کړي.