ټويټر ته د پاکستان خبرداریک که زمونږ پر ضد د موادو خپرول بند نه کړي نو به ټويتر بند کړو

روهي (جمعه/۲۶ د زمري)، د پاکستان د مخابراتو ادارې د ټويټر نړيوالې ټولنيزې شبکې کې ته وروستی خبرداری ورکړی، چې که چېرې د پاکستان د حکومت پر وړاندې ضد مالومات بند نه کړي، نو په دغه هېواد کې به ټويتر بند کړي.

د مخابراتو ادارې د پاکستان مشرانو جرګې ته یو غوښنتليک استولی دی او شکايت يې کړی، چې د ټويټر اداره د دوی غوښتنې نه ځوابوي او په اړه يې اقدمات نه کوي.

د پاکستان د دغه خبرداري په اړه په کور دننه غبرګونونه راپارېدلي دي او حکومت يې تورن کړی دی، چې د بيان ازادۍ پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.

له دې وړاندې د پاکستان حکومت فېسبوک او يوټيوب ته هم ګواښ کړی وو،چې هغه څه بايد نشر نه کړي، چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې وي.