دهشتګردي او د پاکستان شومې ګټې

د دهشتګردۍ د مخنيوي په نوم او په افغانستان او فاټا بيلټ کې د امريکا سره د مرستې په بهانه پاکستان ډېر سټراټېژيک هدفونو ته رسېدلی دی. پاکستان دې هدفونو او لاس ته راوړنو لپاره هر قسم حربه استعمال کړېده.

پاکستان امريکا ته په وزيرستان کې د سی آئی اې لويه اډه ور کړې وه.پاکستان د خپلو شومو مخو لپاره خپلې ډېرې هوائي اډې د افغانانو او د قبايلو د وژلو لپاره د امريکا په واک کې ورکړې وې. پاکستان د ناټو د اکمال لپاره پرامنه لار امريکايانو ته ورکړې وه.همداشان پاکستان د خپلې زړې پالېسۍ په بنياد طالبانو او داعشيانو ته روزنځايونه او پټنځايونه هم برابر کړي و او اوس هم دا کار ادامه لري(نامتو ليکوال افراسياب خټک).

(۱) پاکستان په دې جيوپاليټيک سياست کې د امريکا ۳۳ميليارده ډالر، لوجسټيک او پوځي وسياط او نور مهمات تر لاسه کړل.

(۲) پاکستان د دهشتګردۍ په بهانه په افغانستان د تګ راتګ دروازې او لارې بندې کړې.
 
(۳) پاکستان د تورريزم د مخنيوي په نوم په ډيورنډ لاين د ازغن تار لګولوتابيا وکړه او دادی د ډيورنډ پولې په ډېرو اهمو نقطو ېې خېټه واچوله چهاوڼۍ ېې پرې جوړې کړې او په يوه شکل ېې د ډيورنډ پوله چې تر اوسه د لر او بر ملت لخواه نه ده منل شوې د ارګ خېلو په مرسته ېې د يوه بين المللي پولې حيثيت ورکړ.

(۴) پاکستان د پولې دواړه پراته قامونه سره جدا کړل د يوه فوځي په وينا چې په ارګون بارډر باندې ېې وظيفه لرله(افغانیو! اب تم پاکستان میں بغیر ویزہ کے آنے اور پختونخوا کو افغانستان کا حصہ سمجھنے کا خواب بھول جاؤ )دا د پاکستان يو ديرينه ارزو او خوب و چې د ارګ خېلو د غلطو او شرمونوکو کړنو زېږنده ده او په عملي ډول پوره شوه(ممتاز صحافي او د روزنامہ نئے بات کے ایڈیٹر ان یچیف فدا خٹک )وائي چې د مجاهدينو په وخت کې به دکومندان حضرت علي ملېشو دمومندو خاپخ کانډؤ پورې ګزمه کوله او ټولې دنيا دا خبره منلې وه چې دا ځای په افغانستان پورې تړاؤ لري(دلته په دې بحث نه کوو چې مجاهدين وران کاري خلک و او يا ښه خلک هم په کې و خو يوه خبره او يو صفت ېې دا بايد چې ومنو چې د دوي په واکمنۍ کې د افغانستان يوه لوېشت خاوره چا نده عصب کړې).

همداشان په نور افغانستان کې هم داکار نه دی تر سترګو شوی.

(۵)پاکستان د خپلو لاسته راوړنو پروسه نه ده ځنډولې پاکستان د بارډر منجمينټ په نوم په حساسو نقطو کې افغان شپانه کوم چې د پولې افغان خواته رمې څروي نه پرېږدي او مالونه ېې په توپونو ولي او يا په دې ځايونو کې د مال د څرولو په بهانه ورته د پاکستاني شناختي کارډونو د اخيستو توصيه کيږي.دا کرغېړن کار د سپين غره د شپنو او مالدارانو سره شوی دی.نورې سرحدي سيمې همداسې درواخلۍ خو ارګخېل ړانده او کاڼه دي.

(۶) دپاکستان خپله تازه لاسته راوړنه او هدف اوس دا دی چې د نوي متوقع وزيراعظم(عمران خان)په لاس داسې اعلانونه اولږی او ډېر داسې کارونه وکړي چې د عامو خلکو خواخوږۍ د ارګ خېلو په مرسته بېرته راجلب کړي(کاروبار بېرته پرانيستل+ تګ راتګ دروازه خلاصول+ په پاکستان کې افغان کډوال نه تنګول+يو څو محصلين پاکستاني پوهنتونونو ته منل+ د بسونو د سرويس سفري سهولتونه ورکول دا هغه نقطې دي چې د ډاکټر د نبض شناسۍ په زمره کې راځي.

(۷)پاکستان په غوړمالۍ سره غواړي چې په دې سره د افغانانو د اذهانو څخه تېرې ناخوالې هېرې کړي او د دوستۍ په نوم بيا تعلقات جوړ کړي خو اهمې نقطې دادي چې پورته ذکر شوې په کومو کې چې پاکستان ګټه د ارګ خېلو په مرسته کړيده.

(۸) د پاکستان دا دوستي غرضي او په شومو هدفونو ولاړه ده داسې وخت بيا بيا راتلائی شي چې بيا د دواړو هيوادونو تر منځ تعلقات د همدې پولې په سر خړ پړ شي ولې چې حکومتونه خو ځې راځي خو مسلې په ترجيخي بنيادونو حل کول ضروري دي. ازغن تارونه لګول،په اهمو نقطو قبضه چهاوڼۍ جوړول،دروازه بندول او خلاصول دا د غلطو پاليسيو ناکامه تجربه خو کېدی شي خو د مسلې په حل کې هيڅ د ګټې ځای نه شی نيولائی.د انګرېز څخه نيولې تر ننه د پاکستان په دې اويا کلن تاريخ کې پاکستانيانو د انګرېزانو په پل قدم ليښودی دی) او دا هڅه ېې کړې چې په افغانستان کې خپل ګوډاګي د زورور،خان،ملک او د ملا په شکل کې تربيه کړي او د افغانانو په منځ د يوالي مخه ډب کړي تر اوسه دوي په دې شومه دسيسه کې کامياب دي.

(۹) ايرانيان هم دا هڅه کوي او اهلتشيعيو ته تربيه ورکوي او اهلسنت ورته کافر معرفي کوي......... هند همداسې فضاء جوړول غواړي چې اوبه خړې کړي او کبان ونيسي تغصيل ته په کې تلو ته اړتيا نشته.

(۱۰) امريکا او نړۍ واله ټولنه خو د زړه له تله نه غواړي چې افغانستان دې يو باثباته هيواد جوړ شي دوي دلته خپلو شمو اغراضو را په مخه کړيدي.

(۱۱) اوس څه کول پکار دي ارګ ته څه کول پکار دي افغانانو ته څه کول پکار دي؟ په افغانستان د هرې خواه څخه نژادي، توکميزې، لسانيزې او مذهبيزې، او د ډيموکراسۍ په نوم حملې روانې دي. دا به اوس ثابتول غواړي چې د افغانانو دوستان څوک دي اودښمنان څوک؟ د دې ګرداب څخه به څنګه د راوتلو لار پيدا کيږي؟ د ځواب په انتظار.