د ښاغلی سناتور عثمان کاکړ د نقيب الله په فاتحه کې ګډون

تېره مياشت مونږ په بيلجيم مرکز برسلز کې د شهيد نقيب الله د فاتحې مراسم نيولي و. د هغو ټولو دوستانو څخه مننه کوو کوم چې دې فاتحې ته راغلي و او يا ېې خپل پيغامونه را لېږلي و. خو د دې فاتحې مراسمو ته يو داسې شخصيت هم راغلی و چې زمونږ په وهم او ګمان کې هم دا خبره نه راتله چې ګني ښاغلی عثمان کاکړ صېب به هم د نقيب الله د شهادت فاتحه د مونږ سره بدرګه کړي. کور ېې اباد.

د دې څخه وړاندې مې د ښاغلي عثمان کاکړ نوم اورېدلی و يو څو انټرويوګانې مې د هغه هم ليدلې او اورېدلې وې خو د نژدې څخه مې نه و ليدلی. ښاغلی عثمان کاکړ چې د پاکستان د سنا د مجلس غړيتوب هم لري د څو نورو سناتورانو سره فرانسې ته راغلی و. د سرکاري او رسمي سفرونو وروسته ېې نور ملګري برتانې او نورو هيوادونو ته لاړل تر څو سېل سپاټې وکړي شاپنګونه وکړي. خو ښاغلی عثمان کاکړ صېب په فرانسه کې خبر شو چې اروپا ميشتو پښتنو افغانانو په برسلز کې د نقيب الله شهيد د فاتحې تابيا نيولې ده نو سمدلاسه ېې د بيلجيم لار ونيوله او د بازمحمد خان او نورو ملګرو په مرسته ېې ځان د فاتحې ځای ته راورساوه. ما مخکې وويل چې نه ېې زه چېرته ليدلی وم او نه ما چېرته ليدلی و خو چې کله محترم کاکړ صېب جومات ته رادننه شو ملګري ترې روسته راروان و او دی ښاغلی ترې مخکې و سمدستی ېې سلام واچاوه ما ورته وعليکم السلام ووايه خو د راغبرګه کړه چې شينواري صېب! د فاتحې په نيولو دې منندويه يم.

ما فکر وکړ چې کېدی شي دا محترم د شهيد نقيب الله د کورنۍ سره کوم تعلق ولري ځکه چې ما تر دې وخته نه ؤ پېژندلی خو ما ترې په نور ماله لهجه مننه وکړه او ورته مې وويل چې مهربانی وکړۍ دلته کېښنۍ. اجمل شينواري صېب راغبرګه کړه چې سړی دې ونه پیژاند ؟. مال نه هغه راته کړه چې مشر ښاغلی سناتور عثمان کاکړ صېب دي. زه لږ حجالته غوندې ځکه شوم چې زما د هغه سره روغبړ هم ډېر سوړ ځکه و چې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه. به هر حال مطلب ته راګرځم او هغه دا چې د ده کاکړ صېب نور سناتوران ملګري چېرته او په کوم عرضونو پسې لاړل او دی چا مجبور کړ چې د اروپا رنګينۍ او سېلسپاټې پرېږدي او د يوه بې ګناه پښتون ځلمي په فاتحه کې برخه اخلي.

زما د هيڅ سياسي ګوند سره رسمي تړاؤ نه شته البته حواخوږي به ضرور لرم. دلته ډېر سياسي مشران راځي او زمونږ ورسره رابطه ضرور پېښيږي ځکه چې دا څه پاکستان نه دي او يا افغانستان نه دي چې په يوه سړي پسې په لسګونو موټر او محافظان روان وي او ستا به ور سره ملاقات نا شونی وي بلکه دلته حالات بل رنګ دي. خو په تېرو دوه لسيزو کې چې دلته څومره پښتانه مشران راغلي دي زه به ېې د نومونو د اخيستو څخه پرهېز وکړم، خو کوم مېلمه چې دلته د شهيد نقيب الله فاتحه دوه چنده څلور چنده کړه هغه ښاغلی سناتور عثمان کاکړ صېب ؤ. نوموړي په فاتحه کې داسې خبرې وکړې چې ويده پښتانه ېې راويښ کړل (هغه خبرې به بيا درته د يوه راپورټيج په شکل کې وليکم). د شهيد نقيب الله په فاتحه کې نوموړي داسې خوږه لهجه وکاروله چې د مېډيا ملګرو ترې بيا بيا د تکرارولو غوښتنه کوله نوموړي بيا د نورو ژبو د ژورنالسټانو د اسانتيا لپاره په اردو ژبه کې وينا هم وکړه. ښاغلي د عثمان کاکړ د حقايقو ډکې وينا ته په کتو په بيلجيم کې د ګڼو سياسي پارټو مشرانو د سناتور غثمان کاکړ وينا تايد کړه او په افغانستان،قبايلي منطقو
...