روهي (جمعه/۲۶مه د زمري)، د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د بند امیر زون لپاره په دریو بېلابېلو څانګو کې پیل شوي ابتدایه درې ورځني روزنیز کورسونه پای ته ورسېدل.
په دې روزنیزو کورسونو کې د بند امیر زون د ټولو اړوندو ولایتونو څخه ځوانانو ګډون کړی و، ګډونوالو ته په لوبغالي کې عملي زده کړې هم ورکړل شوې او په پای کې ټولو ګډونوالو ته د ګډون تصدیق نامې ووېشل شوې.
له دې وړاندې په سپین غر، مس عینک، بوست، امو او کابل زونونو کې ورته روزنیز کورسونه ترسره شوي وو.
دا ډول کورسونه په ټولو ولایتونو کې د کرکټ په تخنیکي اړخ مثبت تاثیر کولای شي او له دې وروسته به د افغانستان کرکټ بورډ بېلابېلو برخو کې نور داسې کورسونه هم ترسره کړي.
وروستي