اعليحضرت غازي امير امان الله خان وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
زوکړه او کورنی ژوند:
غازي امير امان الله خان د امير حبيب الله خان او ميرمنې سرور سلطانه بیګم درېيم زوی وو او په ۱۸۹۲ ز کال د جون مياشتې په لومړي نېټه، د کابل په پغمان کې زېږدلی وو. غازي امير امان الله خان له ملکه ثريا طرزي سره واده وکړی وو. د غازي امير الله امان الله خان کورنۍ شجره په دې ډول ده: د امير عبدالرحمن خان لمسی، د امير محمد افضل خان كړوسى او د امير دوست محمد خان كودى وو.
زده کړې:
دا چې د اعليحضرت غازي امير امان الله خان پلار پاچا وو، نو نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په شاهي دربار کې ترسره کړې او وروسته يې پوځي زده کړې په حربي ښوونځي کې تر سره کړې. د يادونې وړ ده، چې امان االه خان په پوځي برخه کې له محمود سامي په نوم له يو استاد څخه ځانګړې زده کړې هم کړې وې او مهارتونه يې زده کړي وو.
دندې:
اعليحضرت غازي امير امان الله خان د خپل پلار امير حبيب الله خان په شاهي دربار کې د درناوی او اغېز کس وو. د نوموړي په پلار هغه وخت خپل زامن خپل ځای ناستي ټاکل، چې کله به نوموړی له هېواد څخه بهر په سفر تللو. نو په تاريخونو کې ليکل شوي، چې د اعليحضرت غازي امير امان الله خان غوره، نيوکو او د متقابل درناوی اخلاقو درباريان په ښه ډول سره اغېزمن کړي وو. د نوموړي له ټاکل کېدو سره به خوښ وو او احترام يې ورته درلود.
د امان الله خان پلار امير حبيب الله خان د خپلې ټولواکۍ په دوره کې د روڼ اندو د مشروطيت غورځنګ په نوم يو حرکت پيل کړ، چې تره ډېره فعاله ونډه په کې په خپله اعليحضرت غازي امير امان الله خان درلودله. د خپل پلار په واکمنۍ کې امان الله خان د کابل والي او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک هم وو.
په ۱۹۱۹ ز کال کې امير حبيب الله خان د کابل په كله ګوش کې ووژل شو او له دې وروسته اعليحضرت غازي امير امان الله خان د افغانستان پاچا وټاکل شو.
امان الله خان د پلار له شهادت وروسته د خپلې پاچاهۍ په لومړنۍ وينا کې افغان ولس ته په خطاب کې وويل، "اې د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوكلاً او متعصماً پر غاړه اخلم. كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به لكه د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په داخل او بهر كې ازاد او خپلواکه وي، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي ، بېګار او نور جبري كارونه به بند وي . دلته به ډېر اصلاحات راځي، چې هېواد په نړۍ كې خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چارې اجرا كوم، تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم."
پاچا (امير امان الله خان) همداسې وکړل، په ۱۹۱۹ ز کال کې يې افغانستان خپلواکه هېواد اعلان کړ او د افغانستان د ترقۍ او پرختيا لپاره يې غښتلې برنامې او پلانونه پيل کړل.
اعليحضرت غازي امير امان الله خان د خپلواکۍ له اخېستلو وروسته د هېواد د پرمختګ، د خلکو د فکر د لوړوالي، زده کړو، پرمختيا او بيارغونې او بريا لپاره په کور دننه عملي کار پيل کړ او هم يې له هېواد څخه بهر سفرونه پيل کړل، ترڅو د نړۍ د پرمختللو هېوادونو څخه د وړاندې پروژې دلته راوړي او عملي يي کړي.
د اعليحضرت غازي امير امان الله خان له دغه هېوادنۍ مينې او هېواد پالنې څخه د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونه په ويره کې شول او ويې نه شول زغملی، چې په راتلونکې کې يو خپلواک، بسيا او پرمختللی افغانستان شتون ولري. دوی د هغه افغانانو په وسيلې چې د فکري وړتيا يې لږ وه او يا په اسانۍ سره غولېدلی شول، نو هغوی يې په لاس کې ونېول او د پاچا اعليحضرت غازي امير امان الله خان پر وړاندې يې د دين په نوم راپورته کړل، چې پاچا د اسلام د سپيڅلي دين خلاف کړنې کوي، لويديځ کلتور دلته راوړي، د ښځو زده کړو او ازادۍ ته يې لارې پرانېستلې، د دين سره په ټکر کې کړنې کوي او ډېر نور څه.
د انګريز په پيسو اخېستل شوي تش په نوم ديني ملايانو د اعليحضرت غازي امير امان الله خان پر وړاندې منفي تبليغات پيل کړل او داسې هم وشول، چې انګريزانو د افغان د يني علماوو په جامه کې يې ځانونه پټ کړل او لسګونه کالونه يې دغه مسلمان او صادق ولس ته په جمع لمونځونه هم ورکړل.
له کالونو مبارزې وروسته انګريزانو وکولی شول، چې د خرڅ شويو افغانانو په مټ، اعليحضرت غازي امير امان الله خان د هېواد چاپيريال راتنګ کړي، د خپلواکۍ، پرمختګ او رغونې پلانونه يې ورشنډ کړي او لنډه دا چې نوموړی له هېواد څخه په جلاوطنۍ اړ او هېواد يې د حبيب الله بچه سقاوو په نوم د يو بې زده کړو وسله وال غله په لاس کې ورکړ، چې له بدبختۍ يې تر نن پوري افغانستان زوريږي.
اعليحضرت غازي امير امان الله خان په ۱۹۶۰ ز کال د اپريل مياشتې په ۲۵ نېټه د سويس هېواد په زيورېخ کې وفات شو. د اعليحضرت د وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اباد كې د خپل پلار د مرقد تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
وروستي