
نجيب زاخېلوال
پاملرنه : په افغانستان کې د وزيرانو د شتمنيو د ثبتولو او حساب ورکولو نه په الهام سره ، دغه ليکنه وليکل شوه .
يوه ورځ يو چا لېوه ته وويل چې د رمې شپونکې تا مقرروي
ليوه په کړس کړس وخندل
ترې پوښتنه وشوه ولې خاندې؟
لېوه ورته وويل وېرېږم چې دا خبره دروغ نه وي کنه نوانتظار ته څه اړتيا ده !
هغه کس ورته وويل : اړينه ده ، چې خپله شتمني وښيې او د کال په آخر کې حساب کتاب هم بايد ورکړې .
لېوه وويل بس اوس خو هېڅ هم نه لرم او د کال حساب د کال خبره ده !
سوژه د رياض الحکايه