په ختيځه سيمه  کې د کوکنارو د کښت څخه د مخنيوي په موخه ، د عامه پوهاوي غونډې


دافغانستان دنشې يې توکو پرضد دمبازرې وزارت ترلارښوونې لاندې او په ختيځ کې دسياري درسنيو او اړيکو دفتر په تخنيکي همکارۍ په ختيځو درې ولايتونو ننګرهار ،کونړ اولغمان کې دکوکنارو دکښت څخه وړاندې دعامه پوهاوي غونډې دقومي مشرانو ،علماوو ،ځوانانو او حکومتي چارواکو په ګډون جوړې شوې

په داسې حال کې چې د کوکنارو کښت ته ګوتې په شمار ورځې پاتې دي په ختيځو دريو ولايتونو ننگرهار ، کونړ او لغمان کې د نشې توکو پر ضد د مبارزې وزارت تر لارښونې لاندې د سياري په تخنيکي همکارۍ د کوکنارو د کښت څخه د مخه د عامه پوهاوي غونډې جوړيږي
په ختيځه سيمه کې د سياري د رسينو او اړيکودفتر مسول غفور احمد جاويد وايي دغه غونډې يې د نشې توکو پر ضد د مبارزې وزارت تر لارښوونې لاندې د سياري په تخنيکي همکارۍ په ننگرهار ، کونړ او لغمان کې جوړ ې کړي وې چې موخه يې د کوکنارو د کښت څخه د مخه د بزگرانو عامه پوهاوي وه


په دغه غونډو کې د ننگرهار ، کونړ او لغمان ولايتونو د مختلفو ولسواليو قومي سپين ږيرو ،چارواکو او گڼ شمير ځوانانو گډون کړي وو
د يادولو وړ ده چې د نشې توکو پر ضد د مبارزي وزارت تر دې وړاندې هم دې ته ورته ډير داسې د عامه پوهاوي پروگرامونه په لاره اچولي دي خو بيا هم په ځينو سيمو کې اوسمهال هم د کوکنارو کښت تر سره کيږي