په میدان وردګو ولایت کې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه .


د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې په دوه سوه جریبه ځمکه کې د صنعتي پارک د بنسټ ډېره د دغه ولایت د والي،د ایسا ادارې مشر،سوداګرو او یو شمېر نورو مسؤلینو لخوا کېښودل شوه .
په همدې اړه نن ( یکشنبه) په جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه وکړه،چې په یاد صنعتي پارک کې په بېلابېلو برخو کې پانګه اچونه وکړي.
ده همدا راز د هېواد له ولسمشر څخه مننه وکړه،چې د یاد پارک لپاره یې په وړیا ډول ځمکه دوی ته په واک کې ورکړه او همدا راز یې په ولسي او ولایتي شورا کې د دغه ولایت له استازو،سوداګرو او د ایسا ادارې له مسؤلینو څخه هم مننه وکړه،چې د یاد پارک د منظورۍ او بنسټ ډبرې د کېښودلو په برخه کې له ولایت مقام سره همکاري کړې .
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي همدا راز په یادو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت ولسونو ته زیری ورکړ،چې په راتلوونکو څو ورځو کې به د دغه ولایت د پوهنتون د جوړېدو د بنسټ ډبره هم کېښودل شي.
د ایسا ادارې رئیس وفي الله افتخار د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: چې سږ کال دوی د پارکونو جوړلو په برخه کې پنځلس میلیونه امریکايي ډالره له ځان سره له لري،چې د یادې بودیجې زیاته برخه به په میدان وردګو ولایت کې ولګوي .
ده همدا راز زیاته کړه،د میدان وردګو ولایت صنعتي پارک له دې امله د نورو ولایتونو د پارکونو څخه زیات د اهمیت وړ دی،چې مرکز کابل ته څېرمه جوړیږي.
هغه ژمنه وکړه،چې ډېر ژر به له سوداګرو سره په دغه پارک کې د پانګې اچونې او نورو چارو د ترسره کولو کار پیل کړي.
په یادو مراسمو کې ملي سوداګرو انجینر حسیب الله کلیمزي او خلیل امرخیل د میدان وردګو ولایت د سوداګرو په استازۍ د صنعتي پارک په برخه کې د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د هلو ځلو ستاینه وکړه او د دوی لخوا ورته برابر شوی ستاینلیک هم ورکړل شو .
په جوړو شویو مراسمو کې یو شمېر نورو سوداګرو او مسؤلینو د یاد صنعتي پارک د بنسټ ډبرې پر کېښودلو د خوښۍ سره بیره په بېلابېلو برخو کې د پانګې اچونې ژمنې وکړې .


عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند