روهي (څلورنۍ/۲۴مه د زمري)، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل، اجراییه رئیس شفیق الله ستانکزي او د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل او ملي روزونکي دولت احمدزي په ګډون د دغې ادارې ځینو کارکوونکو بریښنايي تذکرې تر لاسه کړې.
دا تذکرې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د بریښنايي تذکرو د لوی رییس سید صبغت الله شاهدزي په لاس د کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د ادارې چارواکو ته وسپارل شوې.
خو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو د تذکرو ورکړه له دې کبله وځنډېده، چې هغوی دا مهال له هېواده بهر دي او ایرلنډ ته د لوبو لپاره تللي دي.
د کرکټ بورډ مشرانو او د ملي لوبډلې لوبغاړو مخکې د بایو میټيریک پروسه تر سره کړې وه.
په پام کې ده، چې د افغانستان د کرکټ بورډ نور غړي او کارکوونکي هم بریښايي تذکرې واخلي.
بریښنايي تذکرې په هېواد کې د هویت د کره پیژندګلوۍ، د فساد د مخنیوي، بریښنايي حکومتولۍ، ټاکنو او نورو برخو کې کارنده او ګټورې بلل کیږي.
وروستي