ښاغلي زرين انځور ته د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مبارکې پيغام!


د افغانستان کلتوري ودې ټولنه وياړي ، چې د دې ټولنې له بنسټ اېښودنکو او پخوانی مشر ، ښاغلی زرين انځور د ملي تلويزيون د رييس په توګه ټاکل کيږي.
د افغانستان کلتوري ودې ټولنه د پياوړي ليکوال ، فرهنګپال ، کره کتونکي ، پوه او ملي شخصيت زرين انځور ټاکنه ډېره وړ او مناسبه ټاکنه بولي او ښاغلي انځور او ټولو افغانانو ته له دې امله مبارکي وايي .
موږ په دې ډاډمن يوو ، چې په راډيو او تلويزيون کې د ښاغلي انځور پخوانۍ دنده او د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د چارو د پرمخ بيولو تجربې ، نوموړی د دغې فرهنګي او کلتوري مسؤليت لپاره ښه چمتو کړی او انشاالله دادنده به په ډېره ښه شان تر سره کړي.
د خواشينۍ وړ ده ، چې د افغانستان په اوسني حکومت کې شمالي ټلواله لويه ونډه لري او جنګساﻻران ورځ تر بلې پياوړي کيږي . په داسې شرايطو کې په يوه حکومتي اداره کې د مثبتو بدلونونو رامنځته کولو به څه آسانه کار نه وي . له دې ټولو مشکلاتو سره سره موږ د لوی خدای (ج ) له درباره ښاغلي زرين انځور ته د زياتو برياوو غوښتنه کوو او له ټولو ملي او هېوادپالو خلکو غواړو ، چې د نوموړي ملاتړ وکړي .

په درنښت
د ټولنې د مشر تابه جرګه