د ۱۹ کلنې ملي کرکټ لوبډلې د جوړولو په موخه ازمایښتي لوبې پيل شوې

روهي (درې نۍ/۲۳مه د زمري)، افغانستان کرکټ بورډ د نوې ملي نولس کلنې لوبډلې د جوړولو په موخه پرون ازمايښتي یو ورځنۍ لوبې پيل کړې.

دغه سيالۍ ازمايښتي کمپ ته د غوره شویو لوبغاړو د وړتيا ښودلو په موخه په لاره اچول شوي دي، چې د ټولو لوبغاړو د لوبو کولو مهارتونه به پکې وکتل شي.

د لومړنۍ لوبې د توپوهنې په برخه کې حسن ساپي ۶۱، فرهان ذاخیل ۴۶، اعجازاحمد ۴۶، عبدالله نایب ۴۶، ریاض حسن ۴۱، سلیمان عربزي ۳۸، صدیق ۳۶، عابد محمدي ۳۴ او بصیر نیازي ۳۰منډې جوړې کړې.

د توپ اچونکو په ډله کې ذکي سلطاني ۳، سميع الله، شاهدالله او عبدالله دوه، دوه ويکټې ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده، چې په دې ازمايښتي کمپ کې به لوبغاړي په څلورو یو ورځنيو سیاليو کې برخه واخلي.