دملکي وګړو دوژنې په اړه دملګرو ملتونو راپور

د افغانی ملکي وګړو د وژنې شميره د دې کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ٣١ سلنه زياته شوې ده
٢٠١٠ کابل- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوی (يوناما) په وسله واله جګړه کې د ملکي ، د اګست ١٠
کسانو د ساتلو په اړه د دې کال په شپږ مياشتنی راپور کې نن ورځ وويل، چې د طالبانو او دولت ضد عناصرو د تاکتيکونو
له امله د ملکي کسانو په تلفاتو کې د دې کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د تير کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ٣١
زياتوالی راغلی دی.
د ٢٠٠٩ په پرتله د طالبانو او دولت ضد عناصرو له خوا په وژل شويو يا ژوبل شويو کسانو کې ۵۵ سلنه ماشومان و او
د شپږ سلنې څخه زياتې ښځې وې. د حکومت پلوه ځواکونو له خوا اړول شوي تلفات په همدې موده کې ٣٠ په سلو کی
کموالی ښيي، چې د هوايي بمباريو او بريدونو له امله په وژنو او ژوبلو کې ۶۴ سلنه کموالی څرګندوي.د عمومي منشي ځانګړی استازی ستفان دی ميستورا وويل: "افغان ماشومان او ښځې په خاص ډول له دې جګړې څخه ډيرځوريږي. دوی له بل هر وخت څخه ډير په خپلو کورونو کې وژل کيږي او ژوبليږي."
د ٢٠١٠ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر ٣٠ ورځې پورې د يوناما د بشري حقونو څانګې ٣٢۶٨ د ملکی وګړوپيښی ثبت کړي دي، چې په دې کې ١٢٧١ وژنې او ١٩٩٧ د ژوبلې پيښې شاملې دي. حکومت ضد عناصر د ٢۴٧٧تلفاتو (د ټولو تلفاتو ٧۶ سلنه، د ٢٠٠٩ کال په پرتله ۵٣ ٪ زياتې) او حکومت پلوه ځواکونه د ٣٨۶ تلفاتو (د ټولو تلفاتو١٢ سلنه د ٢٠٠٩ په پرتله ٣٠ ٪ کموالی) مسوول ګڼل شوي دي .
د يوناما د بشري حقونو د څآنګې تحليل دوه ډير مهم پرمختګونه په ګوته کړي دي، چې د ٢٠٠٩ په پرتله د روان کال په شپږو لومړنيو مياشتو کې د ملکی کسانو ته په زيان کې د زياتوالی سبب ګرځيدلي دي: حکومت ضد عناصرو په ټول هيوادکې زيات شمير پرمختللی چاوديدونکي تعبيه شوې وسيلې کارولي دي او د دوي له خوا د ملکی کسانو د وژلو او اعدامولوپه شمير کې له ٩۵ ٪ څخه زياتوالی راغلی دی ، چې له ٩۴ څخه ١٨٣ ته لوړ شوي او په عام محضر کې د ماشومانواعدامول هم په کې شامل دي.
د يوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې، جورجيت ګنيان وويل: "د دغو پيښو ويجاړونکې اغيزې څرګندوي، چې د جګړې څخه نهه کال وروسته تر بل هر وخت اوس هم د دې زياته اړتيا ليدل کيږی چې د ملکی افغانانو د ساتنې او د جګړو له اغيزو څخه د بنسټيزو بشري حقونو د ساتنې لپاره بايد اغيزناک تدابير ونيول شي. ټولې ښکيلې خواوې بايد ډير څه وکړي چې ملکي وګړي خوندي وساتي او په دوي باندې د بريدونو نه کولو قانوني ژمنې وساتي."
د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د چاوديدونکو تعبيه شويو وسيلو او ځانمرګو بريدونو په وسيله په دې موده کې د٪ ٢٩ سلنې څخه زيات ملکی کسان وژلي، چې ٧۴ يې ماشومان دي، دغه شميره د تير کال په همدې موده کې ١۵۵ زياتوالی څرګندوي.
د حکومت پلوه نړيوالو امنيتي ځواکونو له خوا هوايي بريدونه ډير خطرناک دي، چې په همدې موده کې د ٢٢٣ ملکی وژنو له جملې څخه د ۶٩ پيښو سبب ګرځيدلی ( ٣١ ٪) او ۴۵ تنه ملکی افغانان يې ژوبل کړي دي. سره د دې هم د ٢٠٠٩ کال له همدې مودې سره په پرتله د هوايي بريدونو له امله د ملکی کسانو په وژنو کې ۶۴ سلنه کموالی راغلی دی. دغه کموالی
مطبوعاتی اعلاميه
مطبوعاتی اعلاميه نيټه: د اګست د مياشتی لسمه نيټه
د ايساف د ٢٠٠٩ کال د جولای د تاکتيکي لارښوونو پايله ده چې د ملکی کسانو د وژنې په شمير کې د کمولو په موخه د
هوايي بريدونو لپاره صادرې شوې وي.
د سيمې په کچه ملکی تلفات د ٢٠١٠ په لومړنيو شپږو مياشتو کې د افغانستان په سهيلي سيمو کې زيات شول. د نيمايي
څخه زياتې وژنې د هيواد په جنوبي سيمو کې شوې چيرته چې په ورته پيښو کې د سلو څخه زيات ملکی افغانان ووژل
شول. په ټوليز ډول د جګړې سره اړوندې ملکی وژنې په جنوب کې د ۴٣ سلنې څخه پورته شوې. هغه ملکی وګړي چې
وژل شوي په هغو کې ښوونکي، نرسان، ډاکټران، قومي مشران، د ټولنې مشران، ولايتي او د ولسواليو چارواکي او په
نورو ملکي وګړو کې ماشومان او هغه کسان شامل دي چې د نړيوالو ځواکونو او نړيوالو موسسو لپاره يې کار کولو.
د عمومي منشي ځانګړی استازی ستفان دی ميستورا وويل: "د وژنو له زياتوالی سره د ملکی افغانانو ترمنځ په پراخه کچه
دا انګيرنه او احساس زيات شو چې هغوي هم د دې جګړې په زياتره سره لومړنی هدف دی."
د ٢٠١٠ د کال د نيمايي راپور په خپرولو سره يوناما د ٢٠١٠ د جولای د ٧ نيټې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په هغې
اعلاميې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د هغې له مخې په افغانستان کې د نړيوال قانون رعايت د ټولو اړوندو خواوو لپاره د
"يوې سترې عمومي ننګونې" په توګه پاتې دی. بنسټيز بشري حقونه او د نړيوال بشردوستانه قانون هغه اصو ل چې د توپير
کولو، تناسب او احتياط په اړه دي په جګړه کې د ښکيلو ټولو خواوو لپاره د تطبيق وړ دی او د هغوي څخه غواړي چې د
ملکی وګړو د ژوند زيان او ټپي کيدنې راټيټې کړي چې هغه په د ې جدي او مهم پړاو کې يو ځل بيا تطبيق غواړي.
د يوناما د بشري حقونو څانګې وړانديزونه چې په راپور کې دي په لاندې ډول دي:
• طالبان بايد ټول حکمونه او اعلاميې چې د ملکي وګړو د وژنې لپاره دي بيرته واخلي، او طالبان او نور د دولت
ضد عناصر بايد د تعبيه شوو چاوديدونکو وسايلو ځای پر ځای کول او ځانمرګي بريدونه پای ته ورسوي، د
نړيوال بشردوستانه قانون رعايت وکړي، د ډارونې او وژنې عملونه چې په کې وژنې، اعدامونه او تښتونې شاملې
دي ودروي او په بشپړ ډول د اتباعو د خوځښت د آزادۍ درناوي وکړي او د ملکی وګړو څخه د ډال په توګه کار
اخيستل پای ته ورسوي؛
• نړيوال وسله وال ځواکونه بايد خپل تحقيقات او راپورونه چې د ملکی تلفاتو په اړه دي چې په کې حساب ورکونه
شامله ده لا زيات شفاف کړي، د هوايي بريدونو په اړه لارښودونه په پام کې ونيسي او تقويه يې کړي او د شپې له
خوا بريدونه محدود کړي، د شپې د بريدونو لپاره متبادلې لارې ولټوي او يوازې هغه د وروستنې اقدام په توګه په
سختو شرايطو کې وکاروي، د افغانستان د دولت سره د ملکی تلفاتو په اړه خپل تحقيقات او راپورونه همغږي کړي
څو په دې توګه د ژغورنې او حساب ورکونې عمل ښه شي، د جبران کولو پروسه او د ځانګړو ځواکونو د عملياتو
په نتيجه کې ملکي وګړو ته د هر ډول زيان په اړه شفافيت ښه والی ومومي؛
• د افغانستان حکومت بايد يو داسې دولتي ارګان جوړ کړي چې د سترو ملکی تلفاتو د پيښو په وړاندې غبرګون
وښايي او د نړيوالو ځواکونو او نورو کليدی فعالينو سره متقابل اقدام وکړي، تحقيقات او تفتيش د عدلي طبي څيړنو
په شمول باوري کړي، قربانيانو ته پر خپل وخت په شفافه توګه د تاوان د جبران چاره باوري کړی او دا چې
وکړای شي د حساب ورکونې جريان چې په کې دسپليني اقدام او عدلي تعقيب د هر امنيتی ځواک د ملي کارمند
لپاره څوک چې په غير قانوني ډول د ملکی وګړو د مړينې او ټپي کيدنې لامل وګرځي او يا هم په بل ډول د افغان
اتباعو حقونه تر پښو لاندې کړي، موجود وي.