زړه تنګي (Depression) څه ډول ناروغي ده؟ ولې پر اخته کيږی او څنګه ترې ځان ژغورلی شئ؟ (۲ - برخه)

زړه تنګي (Depression) څه ډول ناروغي ده؟ ولې پر اخته کيږی او څنګه ترې ځان ژغورلی شئ؟ (۲ - برخه)
ژباړه او زياتونه: ډاکټر نېک محمد ويال

۴- زړه تنګۍ (Depression) نښې - نښانې:
د زړه تنګۍ (Depression) د ډول اړوند دغه ناروغي او حالت مختلفې نښې - نښانې لري. ډېری کسان يوازې دا فکر کوي، چې زړه تنګۍ (Depression) په څرګند ډول د زړه خپګان او د تنهايي غوره کول دي، خو په حقيقت کې له روحي نښو پرته زړه تنګۍ (Depression) فزيکي نښې هم لري.

- خپګان Sadness: په انساني او ټولنيز ژوند کې هر کس د ژوند په يوې ځانګړې برخې او د وخت په ځينو شيبو کې له خپګان سره مخامخ کيږي. د کورنۍ د غړو له لاسه ورکول، د دندې ستونزې، اقتصادي مشکلات، کورنۍ ناخوالې او ډيری نورې چارې لامل کيږي، چې خپګان رامنځ ته کړي. له دغه څرګندونو لاملونو پرته که چېرې يو کس، دوه اونۍ پرله پسې ډول او د ځانګړي لامل سربيره په خپګان کې وي، نو دغه د زړه تنګۍ (Depression) نښه ده.

- پر ځان بې ارزښته او يا مجرم حساب کول Feelings of worthlessness or guilt: د ځان په اړه داسې فکرونه کول، چې کومه چاره سرته نه شم رسولی، د ستونزو د حل کېدو وړتيا نه لرم، په کوچنۍ تېروتنه ځان ډېر ګناهګار او مجرم ګڼل، پر ځان بې باوري، ناهيلي، مايوسي او ورته نور منفي فکرونه د زړه تنګۍ (Depression) څرګندې نښې دي.

- منفي فکرونه او ناهيلي Hopelessness or pessimistic thinking: په راتلونکي ژوند او پلانونه د باور له لاس ورکول، هر مثبت او منفي عمل ته په منفي سترګه کتل، د بريا پر ځای له وخت وړاندې د ماتې په اړه فکر، په ازموينه او انټروييو کې د ناکامۍ په اساس نه ګډون او لنډه دا چې، پرته د يو څه له پېښدو، هغه په منفي ليدلوري کې کتل، په خپله زړه تنګۍ (Depression) دی.

- د خوښې او ليوالتيا په کړنو کې د علاقې له لاسه ورکول Loss of interest or pleasure in enjoyable activities: هغه کارونه لکه مطالعه، له ملګرو او کورنۍ سره ناستې، چکر وهل، ټلويزیون کتل او نورې چارې چې په پخوا کې مو په مينې او علاقې سره کولې خو په اوس وخت کې کول درته ستونزمن او ستړي کوونکې وي، نو دا هم زړه تنګۍ (Depression) په ګوته کوي.

- بې خوبي او يا ډېر خوب Insomnia or oversleeping: بې خوبي او يا هم د تېر په پرتله ډېر خوب کول په خپله زړه تنګۍ (Depression) دی. هغه کسان چې په زړه تنګۍ (Depression) اخته نو يوه نښه يې دا هم ده، چې يا خوب نه ورځي او اندېښنې کوي او يا هم په تنهايۍ کې پرته وي او ټول وخت په خوب کولو تيروي.

- فزيکي انرژي له لاسه ورکول Loss of energy or fatigue: له ذهني ستړيا پرته په فزيکي چارو کې د ستړيا او نه لېوالتيا احساس هم زړه تنګۍ (Depression) دی.

- د تمرکز ستونزې Cognitive problems: هغه کسان چې په مطالعې، د يو ځای د پتې، د کوم کس د نوم او نورو چارو په اړه تمرکز نه شي کولی او ژر يې له ذهنه ووځي، نو څرګنده ده، چې په زړه تنګۍ (Depression) دي.

- د اشتها او وزن بدلون Appetite or weight changes: په په زړه تنګۍ (Depression) اخته کسان يا اشتها له لاسه ورکوي او يا هم اشتها رامنځ ته کيږي او اغېزمن کس ډېر خوراک کوي. اوس که چېرې د زړه تنګی په اساس اغېزمن کس اشتها له لاسه ورکړي نو وزن يې کميږي او که فکر يې په خوراک شي، نو وزن يې زياتيږي.

- ناڅرګند دردونه Unexplained aches and pains: د ملا، اوږو، خېټې، سر او د وجود په نورو برخو کې د ناڅرګندو دردونو او د يو ډېر وخت لپاره په دوامدار ډول د هغې راتلل ځکه وي، چې زړه تنګۍ (Depression) په وجود اغېز کړی.

د ځانې وژنې هڅې او يا د ځان وژنې په اړه فکر Thoughts of death or suicide or a suicide attempt: د زړه تنګۍ (Depression) وروستۍ خو ډېره خطرناکه نښه دا ده، چې اغېزمن کس دا فکر کوي، چې بايد ځان ووژني او ژوند ته د پای ټکی کيږدي. په زړه تنګۍ (Depression) کې ناروغ کس د ځان وژنې په لټه کوي او يا دا چې د ځان وژنې لارې لټوي خو زړه نه شي کولی. که چېرې ناروغ او اغېزمن کس همداسې په تنهايۍ کې پرېښودل شي او درملنه يې ونه شي، نو شونې چې دغه وروستۍ نښه په ځان عملي کړي.

نور بيا، په درېيمه برخه کې .................