
روهي (يوه نۍ/۲۱مه د زمري)، د بُست او مس عینک زونونو اړوند ولایتونو لپاره هم د منډه شمېرونکو، لوبڅارۍ او روزنې درې ورځني روزنیزکورسونه بشپړ شول.
په یادو کورسونو کې چې تر ډېره په اړوندو برخو کې ګډونوالو ته د لومړنيو معلوماتو ښودنه کيږي، موخه يې په زونونو کې د تخنیکي اشخاصو زیاتول او د هغوی د ظرفیتونو لوړول دي.
دغه پروګرامونه، چې د لوبې پرمختیايي څانګې له لوري مخ ته وړل کيږي، تر دې وړاندې يې په کابل او سپین غر زونونو کې هم ورته برنامې ترسره کړي دي.
په پلان کې ده، چې په امو او بند امیر زونونو کې هم دغه ډول روزنيز ورکشاپونه جوړ شي.