د بابړي پيښه که د پښتون وژنې پيل؟

د ملک خدا داد پاکستان د زېږېدو لا یو کال نه و پوره چې په دولسم د اګست کال 1948 کې د بابړې پیښه را منځ ته شوه.

دا پېښه چي د پاکستان یو کال پوره کيدو ته صرف دوې ورځي پاتې وې رامنځه ته شوه
اوس دا معلومات یو پښتون ته هم نشته يا ور نه هېر شوی به وي خو تاريخ شته او د تاريخ په حافظه کې هر څه ثبت دي، د باچا خان او د هغه د نورو ملګرو د نیولو په ضد خدايي خدمتګارانو یو سوله ايزه مظاهره را ایستلي و چې کله دا مظاهره د بابړي میدان ته داخل شو نو د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی قیوم خان چې د کشمیر وو امر یې وکړ چي حمله پرې وکړي ډزې پېل شوې.
پښتنې ښځې د پاکستان فوځ مخې ته قران کريم نيسي چې خير ده پر مونږ رحم وکړئ خو دوی د الله تعالی د کتاب مخه هم نه کوي او پر ښځو هم ډزې کوي چې په پايله کې 600 نه ډېري د فخر افغان باچا خان ملګري (نر او ښځې) شهیدان شول او په همدې وخت کې د پښتونخوا ټولو روغتونونو ته امر شوی و چې د باچا خان د ملګرو درملنه دې نه کړي.
 
د صوبه سرحد يا اوسنۍ خېبر پښتونخوا وزیر اعلی قیوم خان امر وکړ چي زمونږ مرمۍ په تاسو هسې بې ځايه لاړې مونږ ته به يې پور راکوئ له چا څخه یې پیسې واخستې چې به څوک ناداره وو هغه به ځمکه ورکړه همدارنګه کورونه او د کورونو سامانونه يې ظبط د حکومت له لورې ظبط شول. داسې پيښه د پاکستان نه په غېر هيڅ هېواد کې هم داسې پيښه نه ده رامنځته شوی چې ولس د سوله ييزو مظاهرې له کبله ووژل شي او بیا د کارول شويو مرميو قيمت ورنه واخيستل شي.

په مقبوضه افغانستان يعنې خېبر پښتونخوا کې که څوک د لوی افغانستان د جوړیدو آرمان ولري او يا د لر او بر يو افغان د يو موټي کېدو په اړه ووايي يا وژل کېږي او يا لا درکه کېږي.

د کال 1358 هجري شمسي کال نه په دې خوا بر پښتانه هم د پاکستان د استخباراتو نه په آرامه حالت ژوند نه دي تېري کړي او د پښتنو په هره سيمه کې نا امني او ويره آچوي پښتون وژنه کوي او په پښتون وژنه کې له ډول ډول وسلې څخه لکه لابراتوار استفاده کوي او د پښتنو د ديني عقايدو څخه دوې غلطه استفاده کوي او پښتانه نړيوالو ته د ټروريسټ او ناپوه په توګه ور معرفي کړي دي.

هيڅ هېوادپال دوی په افغانستان کې ژوندی نه پرېږدي، حتی دوی په ډيره سپين سترګی د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله يې د کابل په زړه کې په ډيره بې رحمۍ او بې عزتۍ په اعدام ځوړند او په شهادت يې ورسول چې دا وژنه يوازې د ډاکټر نجيب وژنه نه وه بلکې د ټول ملت وژنه وه دا يوازې ډاکټر نجيب بې عزتي نه وه د ټول افغان ملت بې عزتي وه، چې بدبختانه د همدې استخباراتي جګړې له لاسه پښتانه خوار ، ذليل ، او د علم او پوهې څخه پاتې شوي.
د لوی افغانستان په هيله