که طالبان سوله وکړي!

په افغانستان کې پردۍ جګړه له ډیره وخته تپل شوې ده، چې افغانان د استخباراتي جګړو قربانيان دي او په دغه څلويښت کلنه جګړه کې په ميليونونو بې ګناه افغانانو بې کوره شوي معيوب شوي او بېلابېلو نومونو او په شکل د اشکالو وژل شوي دي.

د حکومت له لورې پر طالبانو د روژې د ۲۷ نېټې نه د اختر تر پینځمې نېټې پورې د اوربند غږ وکړ او طالبانو هم درې ورځنی اوربند اعلان وکړ چې د افغانانو تود هرکلی سره مخ شو او په اکثرو ولایتونو کې د عامو افغانانو لخوا ولمانځل شوه دا چې درې ورځو ته افغانان دومره خوشحاله دي نو فکر وکړئ چې ابدي اوربندۍ او سولې ته به څه حال وي.

دا اوربند بايد په اوږد مهاله اوربند بدل شي او د بين الافغاني سولې دپاره هلې ځلې وشي او دا بين الافغاني سولې ته د هر څه نه مخکې بايد لومړيتوب ورکړل شي. له شك پرته په پوره ډاډ سره ویلای شو چې ډير كم كسان په افغانستان كې د سولې په راتګ سره خفه كېږي او هغه كسان دې چې د جنګ په دوام كې ددوي ګټې نغښتي دي او نه غواړي چې سوله په افغانستان كې خپله لمن وغوړوي پرته له هغې هر افغان د سولې ارمانجن دى او سوله يې ستره هيله ده.

که طالب سوله وکړي تر هر چا لومړی به يې هغه افغانان معاف کړي چې نژدې خپلوان او د کورنۍ غړي يې د طالب له لاسه وژل شوي وي.

که طالب سوله وکړي يقين وکړې چې د بهرنيانو شتون خپل مشروعيت له لاسه ورکړي او نه هم د پاتې کیدو لاره ورته پاتې کېږي او مونږ هم د نړيوالو مقرراتو په اساس امريکا سره خدای پاماني به وکړو.

که طالب سوله وکړي نو نوي سلنه به امنيت راشي او په افغانستان کې د نورو اورپکو او تروريستي ډلو د راتګ مخنیوی ورسره کېږي او که چېرې کومه تروريستي ډله بيا هم جګړه کوي نو ژر به د افغان ځواکونو لورې لمنځه ولاړه شي او افغانان به په يو هوسا او سولیزه فضا کې ژوند وکړي.