
د اوړي ټکنده غرمه وه، ګڼه ګوڼه ډېره وه او د ګرمۍ تپجنو لحظو پلي خلک ورخطا کړي و.
د ګرمۍ په دې سختو شېبو کې یو سپین ږیري کراچي له ګڼدو او غوټو بار کړې وه.
خولو یې ټول بدن خیشت کړی و؛ خو خپل مورال یي نه و بایلولی.
سپین ږیری ډېر قوي بریښیده او سره د دومره ګرمۍ یې ګاډۍ چلوله. خواته یې ورغلم او ترې ومې پوښتل: کاکا ولې په دې عمر درانده کارونه کوې، بچیان نلرې؟
سترګې یې اوښلنې شوې او په ژړغونې غږیې وویل، دوه زلمیان بچیان مې لرل، زه پرې ډېر نازیدمه خو د جنګ بل شوي اور رانه واخیستل.
ترې ومې پوښتل: کاکا درد دې غرونه ژړولی شي ارمان لرې؟ - هو بچی؛ سوله، سوله، سوله مې غټ ارمان دی.