موږ ولې پاتي یوو؟

الله تعالی په موږ او تاسې غټه لورینه او پیرزوینه کړې ده، چې موږ او تاسې یې مسلمانان او په اسلامي ټولنه کې پیدا کړي یوو. او دا چې موږ او تاسې د الله ج بندګان او د محمد ص امتیان ځانونه بولو، نو بیا موږ او تاسې ته په کار ده، چې په داسې لار روان شو، چې موږ ته پرې حضرت محمد ص د تللو امر کړی دی.

زموږ خوږ نبي په خپلو ارشاداتو او احادیثو کې په دې ډېر ټینګار کړی دی، چې د هر مومن مسلمان سره په خوشالیو، ښادیوو، پرمختګونوو، غمونو، مشکلاتو او تکالیفو کې اوږه په اوږه ودریږئ، د لاس نیوي او د خیر رسونې امریي کړی دی.

اوس لازمه ده چې هرې هغې چارې یا کړنې ته پام وکړو، چې موږ ته یې د کولو امر کړی دی. خو، راځم اصلي موضوع ته چې زموږ او ستاسې په ټولنه، کلي، کور او ولس کې هدوه فکره طبقه خلک شته چې، ځینې د ښه فکرونو څښتنان او ځینې بیا د بدو فکرونو خاوندان دي.

دا چې زموږ او ستاسې کلی، ولس او ټولنه دوه فکره خلک لري چې یوه ډله یې مثبتو فکرونو خاوندان او بله ډله یې د بد نیت یا منفي فکر خاوندان دي.

زمانه هر چاته ښه معلومه ده چې کلونه پخوا زموږ د هېواد وګړي له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان و، خو په هغه کړاونو او ربړونو په وخت کې غټه ستونزه د تعلیم وه، کله چې په ټولنو، ولسونو، او کورو کې د تعلیم څرک نه وو او یا یې زمینه ورته نه وه برابره شوي، نو هرر مرو، به د وګړو اذهان منفور فکره وو او له ګڼو ستونزو سره به مخامخ و.

که پخوا د تعلیم او د مدرسو کمی و، نو په هماغه اندازه، فکرونه کوچني او تنګ نظري ډېره وه، چې تر ډېره یې د وګړو لید لوری هرې خواته منفي او د نورو په پیشرفت کې به ورته ناکامي ښکاریده او که کوم کس یا تن په کې د ارتقاع پړوانه وهل، نو تنګ او نیت بده فکره وګړو له طریقه به یې د مخکې تګ موانع پیدا کیدې او د یو چا کار او بار یا دنده به یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړه.

که څه هم په اوس وخت کې په تعلیم کې په بشپړه مانا زیات والی راغلی، خو لاهم له بده مرغه بد نیته او تنګ فکره وګړي شته او شتون لري، چې همدا بد فکري زموږ د ناخوالواو ناکامۍ سبب ګرځیدلی دی.

لنډ فکره، تنګ فکره او بد فکره څښتنان په دې باور دي چې، وظیفه، دنده، موکیف، شهرت او شتمني یو فرصت و او پلانکي لاسته راوړ، نور نشته.

خود دوی دا فکر په تمامه مانا ناسم دی، ځکه چې فرصت یواځې د احمد، محمود نه شي کیدای او هر چا ته په لاس ورتلی شي، په شرط د دې چې یوه مضبوطه اراده او یو نیک فکر ولري.

بیا د ښه فکرونو افراد په دې نظر دي چې، فرصت یو ګوله یا مړې نه ده چې احمد وخوړه او د دوی له منګلو ووته، خو دوی ډاډه یې چې فرصت پراخه دی او د هر چا لاسته راتلی شي.

او که هر یو فرد ته په لاس هم ورشي د مخنیوي مانع نه ګرځي او برعکس په تمامه مانا ورته د همکارۍ او ورورګلوۍ لاس ور اوږده وي.

راځئ، چې بدنیتي، بد فکري او بخیل توب ختم کړو او پر ځای یې د یو سالم فکر وګړي جوړ شو، چې دا چاره موږ، تاسې او هېواد ته د پرمختک زمینه برابرولی شي.