
مونږ او تاسې په پښتو ژبه کې ځېنې منلي اصطلاحات لرو، چې د کاڼې کرښې راته ښکاري او تر ډېرو تجربو وروسته یې د حقیقت بڼه خپله کړې، یو له دې دا چې وایو( خبرې په خبرو خلاصیږي). د پورته لیکل شوي متل نه غواړم په الهام اخېستنې یو څه ولېکم. د کایناتو ستر خالق ټولو انسانانو ته د نطق کولو وسیله ورکړې، چې هغه د غوښې یوه وړه ټوټه، ژبه ده او الله تعالی د خپل امت لپاره ژبه د ستونزو، مشکلاتو، لانجو، ناندرو او د منځته راتلوونکو پېښو د خلاصون لپاره وسیله ګرځولي ده، اوس په هېواد کې مېشت افغانان او بیا په ځانګړي توګه د پښتنو د وروسته پاتې کېدو یو اساسي عامل د پردیو فرهنګونو او رسومو خپلول دي، له بده مرغه افغانان تر ډېره بریده چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي او یو شمېریې معیوبه کېږي او ممکن ډېرو وګړو د ستونزو او مشکلاتو په حل کې د خبرو پرځای د ټوپک مرمۍ استعمال کړي وي او د نورو د کور ډیوې تتې کړي وي، نو هغوی به ضرور د خپلو جونګړو پرېښودو ته اړ شوي وي او لالهانده په نورو ملکونو کې د بل د انحصار په لومه کې د ژوند ساګانې اخلي. د تاسف ځای دی، چې دغه ضرر رسوونکی او له زیانونو ډک ټوپک د افغانانو لپاره د عار هويت ګرځېدلی دی او دغه وژونکي پدېدې د څلورو لسیزو راپه ديخوا د هېواد وګړو ته نه جبران کېدونکي اوويجاړونکي زيانونه رسولي دي او لا هم په دي ناوړه پروسه کې ښکېل دي. هدف مې دا دی چې نور ځانونه ونه غولو، د هغه الې سره مینه محبت پرېږدو چې باروت شېندي، وینې تویوي، وحشت خپروي، میندې له اولاده بې برخې کوي او د طبیعت دې معصومې ښکلا ته د اور جامې وراغوندي، دا چې دومره ستونزې زېږوي، ژوند مو اخلي، خوښۍ مو په غمونو بدلوي؛ نو ترې نفرت کول په کار دي او هغه چې زمونږ او ستاسې په کورونو کې شته، باید مات یې کړو!. الله داد مومند ۲۰۱۶/۱۰/۱۸ ص ف دفتر