دغره په سرکی رمه پلنډه ګران شپيلی ژغوی
دستورو وراکی بدرګه چی ناواکی ژغوی
زمالمرين جانان کی ويش په ترانو دوطن
دملغلرواميل جوړ چی شاپيری ژغوی
لکه ګلاب سترګی سری ډيروداغلی په زړه
سپرلی سپرلی کی ګل ورين چی شين خالی ژغوی
دشنه چنار په سرکی بياوی دبلبلو نغمی
نن مړاوی مړاوی غوټی ګل چی تورپيکی ژغوی
په ګودربيا دشنوکوترو دی غونبر لا ليه
وطن سوټول ټپه ټپه چی ملالی ژغوی
په سندريزونغموستائېي دجنت فرشتی
زمادوطن نغمه خوژه چی ګلالی ژغوی
بياپه اطلاسووپوشی نن ګل زرينه ليلا
شائستی کړمه لولپه چی ګل غوټی ژغوی
داسره ياقوت سره پيوند لمبه لمبه جانانه
دستورو ار کی ورپه غاړه ليونی ژغوی
الکوزی بی وصال غواړم دابی ژبی مرغان
بياتوتکی سوی په نڅا چی غرڅنی ژغوی
داشعرحبيب کامران ته په سويډن کی اوظاهرانګارته په خوست کی ډالۍکوم
په درناوی منان الکوزی کوټه
وروستي