
شنبه (خالي) ٧/٠٨/٢٠١٠
پېښور: د مهتر لام بابا ادبي ټولنې شپاړسمه غونډه د نامتو ديني عالم زاهدي احمدزي په مشرۍ وکړه، دا مهال د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز مشر محمد حسن اسلامي او د نوموړي مرکز مرستيال عبدالظاهر الاثري مشران ميلمانه وو، نظير الحق قريشي د کوربه په توګه د مېلمنو سره ناست وو، د وياندوى چارې عبدالوهاب څارواند تر سره کړې، محمد طارق روحاني د قرآن عظيم الشان څومبارک آيتونه ولوستل، د تېرې غونډې ګذارش نظيرالحق قريشي وړاندې کړو، ورپسې ويناوالو هر يو زاهدي احمدزي، محمدحسن اسلامي، عبدالظاهر الاثري، سيف الاسلام اسلامي، د پي ايس سي کالج مشر معراج نبي، عبدالغني مجروح، مولوي ثناء الحق عاطفي، ګل اغا شاباس، محمدعارف همدرد، نظيرالحق قريشي، عماد الدين دوران د احمدشاه پوپلزي رالېږلې ليکنه ولوستله او ديني عالمانو هم د روژې د فضيلت په اړه خبرې وکړې، زاهدي احمدزي زياته کړه چې دا د مهترلام بابا ادبي ټولنې يو نوښت دى چې په لومړي ځل يې دا ډول غونډه رابللې چې نورو ټولنو لا دې ډول غونډو ته پام نه دى ګرځولى هيله ده چې په پېښور کې نورې ټولنې هم ورته اقدام وکړي، په روژه کې بايد مسلمانان په رښتوني معنا د ګناهونو څخه توبه وباسي، ځکه چې روژې ته په عربۍ کې صوم وايي او صوم په لغت کې بندښت ته وايي نو مسلمانان هم بايد خپل ګناهونه بند کړي، پټه دې پاتې نه وي چې د آسيا د موسسې مشر عبدالقهار د مهتر لام بابا د ادبي ټولنې سره يو لړ تخنيکي مرسته کړې لکه لاوډسپيکر، مصلې، د ګازو ډبه، مايکروفون او داسې نور چې د مهترلام بابا ادبي ټولنې مشرتابه ترې مننه وکړه، د مهترلام بابا ادبي ټولنه به د روژې په مبارکه مياشت کې خپلې غونډې نه کوي او د کوچني اختر په لومړۍ جمعه خپلې غونډې بيرته پيل کړي