د ننگرهار په دريو ولسواليو کې د اداري فساد پر ضد مرکزونه پرانيستل کېږي.

 
د ننگرهار په دريو ولسواليو کې به ډېر ژر د اداري فساد د مخنيوي په خاطر يو، يو سيمه ييز مرکز پرانيستل شي. د OCSDA ادارې مشر ښاغلى محمد آصف ساپى خبري رسنيو ته د خبرو په ترڅ کې وويل چې ياد مرکزونه به د کامې، بهسودو، او سره رود ولسواليو کې پرانيستل شي. ښاغلي ساپي زياته کړه : په دغو مرکزونو کې نه يوازې  د دغو ولسواليو د خلکو د شکايتونو د ثبت لړۍ ترڅنگ په يادو ولسواليو کې د پرمختيايي  پرژو پلى کېدل هم وڅېړل شي.  ترڅوپه ادارو کې شفافيت(روڼوالۍ) رامنځته شي. نوموړى د يوې پوښتنې په ترڅ کې زياته کړه. په ننگرهار کې د اداري فساد د ختيز زون له رئيس احمد شاه نبي مومند سره يې په دې اړه خبرې کړي  او د نوموړې ادارې په مرسته به خپل دغه فعاليت تر ١٨ مياشتو پورې ترسره کړي  ساپي  زياته کړه. مونږ په يادو ولسواليو کې د اداري فساد پر ضد د روزنيز ورکشاپ له لارې خلکو ته عامه پوهاوى هم ورکوو او ترڅنگ يې د ښځوحقوقو،کورنيوشخړو اواري ،دځوانانود سالمې روزنې په اړبه ورکشاپونه جوړکړو . د يادونې وړ ده چې ياده اداره  OCSDA   د٢ مياشتو راهسې خپل کارونه پر مخ وړي د دغې پروژې مالي لگښت د توانمندۍ اداري له خوا ورکول کيږي