روهي (پنځه نۍ/۱۸مه د زمري)، افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټولو ۵۰ اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبغاړو له ډلې لوبډلمشر اصغر افغان نيمه سليزه ووهله او حشمت الله شهیدي، رحمت شاه او ميرويس اشرف په ترتيب ۴۶, ۳۹ او ۳۶ منډې وکړې.
په ځواب کې د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۶ اورونو کې وسوځېدل او ۲۰۱ منډې يې جوړې کړې چې په دې سره يې لوبه افغانستان ته په ۴۰ منډو وبایلله؛ تېز توپ اچوونکي وفادار مومند د ۲۴منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي وسوځول او لوبه يې د افغانستان په نوم کړه.
وروستي