خدای پرې خبردی چې به څه تيريږي؟
چيرته بـــه بــد چــــيرته به ښه تيريږي؟
بـــدې شيبې زمـــوږ پــه زړه تيريږي
چې ټانک د کلي پــر وياله تيريږي
جنګ موسپين ږيري اوځوانان ژړوي
دبمباردنــــوم مـــوهـــر افغــــان ژړوي
دود د بــــاروتــــومـــو آ سمــــان ژړوي
څوک په ښکاره څوک لکه غله تيريږي
چې ټانک د کلــــي پر ويالـــه تيريږي
هر خــــواته مـــرګ دی افغانان مــري
زمـــوږ اميـــد ســـره آ رمـــان مـــــري
زمــونـږ دکلـو زوړ اوځــوان مــري
څوک نــــا بللي ميلمــانـــه تــيريږي
چې ټانک د کلي پـــر وياله تيريږي
دا خو عمل د کـوم خونخوار ښکاري
چې عدا لت پـه نــــوم شعار ښکاري
انسان وژنــــه پـــه اشکار ښـــکاري
لکه تــر شپـولې چـی ليوه تيريږي
چې ټانک د کلي پر وياله تيريږي
ته بــــه هم کلی لــــرې کــور به لرې
زړه سپين سرې شانته مور به لرې
ماشوم بچي بــه لرې ورور به لرې
په بل چې کاندي پــــه هغه تيريږي
چې ټانک د کلي پروياله تيریږي
په زور په بل حاکميت ګران کاردی
دا ورور وژنــــه د نا دا ن کــــار دی
خيــــراوفــــلاح دمسلمان کــار دی
څه بـه په سيمه اوکــالــــه تيريږي؟
چې ټانک د کلي پر وياله تيریږي
بس دی مرګـــونه او نــاتارکلو کې
ســوله، جــرګه شې او اتبارکلــو کې
پريږدۍ چې راشې نور قرار کلوکې
په ببر ســـر ماشوم به څه تيريږي؟
چې ټانک د کلي پروياله تيریږي
----------------------------------
سميع الدين افغاني
م ٠ کال ٦ - ٨ - ٢٠١٠
وروستي