راڼه ستوري

را اوري نن په څــــاڅکـــــو د باران کـې راڼه ستوري
ټومبم يې يو په يو د خيال ګريوان کـې راڼه ستوري
چــــاپيره کــــه نقاش کـــــړل له وږمـــــو نه ګــــــلابونه
ما هــــم ورته ساتلي ، زړه اسمان کـــې راڼه ستوري
ليمې ، سولو ، لجرومه او نظر مــې ستا کوربه کړل
چې مسک شول په هنداره د ارمان کې راڼه ستوري
د خـــــيال آيينه مــې مــاته زه ويــــشم ترينه بـــــــڅري
چـــــا دارنګــــــه ويشلــي دي جهان کې راڼه ستوري
راتګ ته يې ستا وکــــــړ بــــــــغاوت نن د لــــــيمو نه
ايسار چـــې وو د سترګو په زندان کې راڼه ستوري