غزل

خدایه څنګه ده راغلې بدمرغي په دې وطن کې 
ورور د ورور سره په جنګ دی په دې وطن کې

خدای مو یو، پیغمبر مو یو او دین مو یو دی
یو په بل ولې وژل کیږو په دې وطن کې

ځانځاني ده، بدماشي ده او زورواکي ده
هر چاه جوړه پاچاهي ده په دې وطن کې

په هره دښته کې د افغان وینه پرته ده
څومره د وینې ارزاني ده په دې وطن کې

غم زمونږه دی میلمه شوی ای دوستانو
هر افغان دی دردیدلی په دې وطن کې
چا ته وکړو د خپل درد فریادونه
څوک کاڼه، څوک هم ړانده دي په دې وطن کې

چاته وښیم د دردمند زړکي دردونه
ټول اخته په خپل درد دي، په دې وطن کې

اوس مجبور شوې بازمحمده! وطن پرېږده
که بیا رنګینه زندګۍ شوه په دې وطن کې