د ولسي جرګې او دمشرانو جرګې استازو ته !

محترمو دا لیکنه یوه نیمه میاشت وړاندې لیکل شوې وه خو په
خپل وخت نشر نه شوه که محترم لوستونکي يې ولولي تاوان نه لري٠
د پارلمان ډيرو قدرمنو استازو هغه وخت می را ياد شي کله چې تاسو د ولسي جرګی او مشرانو جرګی په ټول ټاکنو کې ځانونه انتخاب کړل او د ځان په ګټه مو د يو کور او کله د بل کور دروازی ټکولی، بنډارونه او محفلونه به مو تاوده وه د کلی سپين ږيرو او ملکانو ته به مو په شانداره مجلسونو او شمله وري جرګو کې وريښميني لونګۍ تړلی او د ميزو شاته به مو سوری نارې وهلی چې مونږ به دې هيواد ته سوکالي راولو او د دې زوريدلي افغان ولس له مخې به ټولې ستونزی چې ورسره لاس او ګريوان دی لری کوو او ځانونه مو د يو پاک او سپيڅلي په هيواد مين انسان په بڼه خپلو هيوادوالو ته ورپيژانده. دا چې افغانان په دی ديرش کلن جنګ کې ډير زوريدلي او ناخوالې په تيري شوي وې دا يې زړه ته ورولويده که خدای کول ستاسی د سيورې لاندی به دا هيواد جوړ شی او هر افغان به په خپل وران ويجاړ کور کې د خپلو ماشومانو سره په هوسايی کې ژوند پيل کړي نو ځکه يی تاسو ته د زړه له کومی په ډير اخلاص د خپل باور رايه په صندوق کې واچاوله ، هغوی دا فکر کاوه چې تاسی هم ددی خاورې بچيان ياست او ددی خاوری په غيږ کې روزل شوي ياست او په دی خاوره کی مو مور درته په زانګو کی الاهو الاهو ويلي دي او تر بل هر چا تاسی به خپل ولس ښه درک کړلاۍ شۍ چې څه په تېر شوي ا ولا په تېر ېږي . نن د ټولو پدې سر خلاص دی چې له تاسوسره په پارلمان کی دتېرو دورو ټوپکسالاران ، مجاهيدين شته چه په خپل وطن کې دخپلومسلمانو ورونو په وړاندی جهاد کړې اوډېر خپل هېوادوال يې وژلي ، زورولي او کړولي دي ٠ په دی پارلمان کی دتېرو دورو حکومتونو لوړچارواکې هم شته فکرکوم چه اوس په دی پوهېدلي وي اومغزه يې سرته راغلي وي چې داڅه وشو او ولې وشو٠ په دی پارلمان کې داسې خلک هم شته چې دهغو د لاسه ډ ېرو هېوادالو خپل هېواد پریښی اوپه نورو هېوادو کی دپردېو د واکدارۍ لاندی دمهاجرت شپې او ورځې تېروي ، دا هغه څوک دي چې د دی ملت په پېسو تربېه شوي مسلکی کدرونه اوپخواني چارواکومشران ،وزېران ،معېنان ،رېسان ،افسران، ،جنرالان ،انجېنران ،ډاکتران ،ژورنالېستان ،اوفرهنګېان ،چه نن يې هېواد نشتوالې وېني، په باندېنېو هېوادو کې په داسی کارو لکه لېفلېټ ،خلکو ته په کورو کې داخبارونواو اعلاناتواچول، ټکسېوانی،دخلکوکوروته ډوډۍ وړل،په کروندوکې د ترکاريو د راټولولو او نور کارونه او هغه هم د درېم لاس مزدورې يا پاکستاني او يا دهندوستاني سره ټوله ورځ د 15 ډ الرو په بدل کې په ډېره امانت دارې مزدورې کوي . زما مطلب له دې څخه دادې که چېرې دوی په خپل هېواد کې دچوکېو اومقامونو په سرېواوبل نه وژلی اوهغه مزدوري چې نن يې په پردېوو هېوادو کی کوي په خپل وطن کې کولاۍ نه به دا ټوپکسالاري وی اونه به اوس دا هېواد د بهرنيو قواو نظامې هډه وی ٠ محترمو دا وطن نورو قربانېو ته اړدی دامتېازاتو په ځای دا سياسي او نظامي ترېنګلي حالات چې وطن بل خواته بېايې د ژغورنې لارې چارې لټول او پيداکول غواړې ، ترڅو وکولاۍ شو په ګډه دا وطن اوملت سمې لاری ته برابرکړو ٠ پوهېږی چې غوصه راغلی او زړه مو په دې پړسېدلی دی چې وطن مو چورېږي، تالا کېږي نورو ته غوړه مړۍ او تاسو ته پسته مړۍ رسی مونږ سره دا حس شته اودرک هم لرو چې دافغانستان اسلامی جمهوريت اودټاکلې جمهور ريس حامد کرزی د کابېني د ېوه وزېر صاحب مياشتنۍ تنخوا ،240500 افغانۍ او د ېو وکېل مېاشتنې تنخوا ،165000،
افغانۍاو دېومامور مېاشتنۍ معاش ،2500،افغانۍ اوېوسرتېرۍ د ،3000،افغانېو په بدل کې خپله سينه ددښمن ګولېو ته سپر کړې او هره ورځ خپل خوږ ژوند زمونږ او ستاسود د ژوند ددفاع په خاطر له لاسه ورکوي . مونږپه دې هم پوهېږو چې په ملېاردونو خارجی ډالرد مرستو او بيا رغونې په نوم په دې هېواد کی ښکته پورته کېږي په مختلېفو سوړو تروتميږي څوک يې پوښتنه نه کوي چې چېرته ځې اوپه څه مصرفېږي زور يې د ملت په اوږو بار دې اومزې او چړچي پري نور کوي ٠دمعاش د زېاتېدو په هکله ستاسي غوښتنه چې د نورو اروپايي او امريکايی هېوادو د وکېلانو په انډول ستاسی معاشونه په مقېاسوي توګه په حساب کی نه راځی باېد ووايم چې دا غوښتنه مو سمه ده تاسود هغو څه کم ياست . دا ټولی خبری ستاسو په ځاې دي زه يې هم در سره منم چې همداسی بايد وي . ما په دی ډېر سوچ کړې شپه او ورځ په دی فکر کې يم چه مونږ د نورو څه کم ېو خاوره خومو د مځکي په مخ دنورو هېوادو په انډول کمه نده او زمونږ خلک په مقايسوي مطالعه کې د بلي هري متمدنې ټولني سره په جسامت اوفزېکي جوړښت کې کمي او کاستي نه لری ، د طبعي زېرمواوبشري نعماتو په وېش کی دنړۍ د نورو هېوادو څخه خداې ،ج، کم نه ېو راوستی، نو ولی مونږ نه شو کولاې چه د نورو متمدنو ټولنو سره دژوند په ټولو اړخو کې سيالي وکړو دا هغه سرخوګې پوښتنه ده چه د هر چا پري سر نه خلاصېږي ، پوره سوچ او غور غواړي٠
بايد تاسې دملت نماېنده ګان دخپلو امتېازاتو پسی نه بلکی د دی سوال د حل لاره چاره پيدا کړې ٠محترمو وکېلانوکه څوک له تاسو وپوښتي چې ولې ټول عمر دا ملت د داسی نا انصافه ادارو چه بې له بی اېمانې ،فساد،اوجاسوسۍ پرته نور کومه وړتېا نلري مخامخ دې ، درواغ وايی ،خلک غولوي او وژني ولې او ترڅو دومره نا انصافي چې دا ملت يې زغمې دروسانود تجاوزپه بدل کی هر څه مو د لاسه ورکړل وروسته لدی د اسلام مبارک دېن د رهبرانو د سېورې لاندې په هېواد کې ولاړه لوټه پاتی نه شوه ،ملي شتمنۍ مو ړنګې او تالا شوی لنډه دا چه هېڅ راپاتې نه شو،نن او سبا د امرېکې په مشری زمونږ خلک او وطن مو د نا تو اوځېنی ضدکړېوو تر منځ د جنګونو او ناراوا هدافوپه نتېجه کی بمبارېږې،ورانېږی ،بی ګناه خلک ،زاړه، واړ،نر،ښځې،هره ورځ خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې دولت يې هم پروا نه لری او نه ددی زورېدلی ملت ددفاع په منظورکوم جدی عکس العمل ښکاره کوي ٠څو ورځې دمخه دقندهار ولاېت په پنجوائې او ژړې په ولسوالې کی ،ګناه ګار او بی ګناه،ظالم اومظلوم،لوی او واړه ،نراوښځۍ ،پېغلې او ځانان له ېوې مخی په پټو سترګو د امرېکۍ په مشری د ناټو دنړېوال ځواک د اور په لمبو کې ورېت شول او نور لا ورېتېږی ٠نه ئې څوک د کونډو رنډو،ېتېمانوفرېاد اوری او نه د هغوې په قتل عام د چا ظمېرلړزېږې ،ټوله دنېائی وېنی ،چه دلته بشرې کرامت په درنښت سترګې پټېږی هلته چه اسانانو د غوښو ټوټی ،سرونه لاسونه ،پښې ،دېوخوا او بلی خوا راټولوی اوپه توره پلاستېکی بوجې کی په ېوه کنده کې خاورې په راړوې ٠اخرولی ،دا څوک مرې،اېا هغوې په دې خاوره کې نه دې پېداشوي ددی خاوري نه دي او ېا پدی خاوره کې د ژوندحق نه لرې او ېا د خدا ئې پېدا نه دي چې په بيرحمانه او زړه بګونکي مرګ مری ،چېری دی هغه په وطن اوخلکو مين انسانان چې په پرهارونو يې دملهم پټۍ کېږدي .
اياتاسو دهغه مهاجروچې دهېواد نه د باندې په ګاونډېو هېوادو کې دمهاجرت ترخې شپې او ورځي تېروي اوهغه مهاجرچه وطن ته راستانه شوي اويوکېلو متر زمونږ دمنتخب جمهور ريس حامد کرزې د دفتر وړاندی په څېرو خېمو کی يې ماشومان دېخنۍاو د ولګۍ رمباړي وهي اومري زړه موپرې نه خوږېږي ٠که تاسی دهغو په ځاۍ اوهغوی ستاسی په ځاۍ وای څه به م وپه زړه کی نه تېرېدی ،کاشکي هغوي بېسېواده وی تعلېم يې نه لرلی او نه ددنېا دحاله خبر وی هغوی چه نن په دی سختوشراېطو کې شپې او ورځۍ تېروي هر ېو ددي ملت په پېسو تربېه شوې کدر دی څوک منصبداردی،څوک انجېنر دی،څوک معلم او څوک مامور دی،خو خدای اوزمونږ واکدارانودلاسه په دې حال راغلی دی ،که هغوی دنور په شان ټوپک ته لاس کړی وای ،ډله ټپله يې جوړه کړې وای وطن او خلکو په سر معاملي ته حاضر شوی وای په پوره مسولېت سره وېلای شم چه اوس به ددوې بدبختو دا حال نه وی ځکه دوي دنوروپه هېڅ کی کم نه دی ،او همدوی دپاک وجدان په وطن مېن او واقېعی مجاهېدن دي ، نه يې څوک وژلي او نه يې خپل وطن خرڅ کړې . محترمو وکېلانو دا ستاسو دنده ده چه مربوطه مقامات پا رلمان ته را وغواړي او تری وپښتي چې ولی تاسی په ګرمو نرمو کورو او امرېکاي لکسو ګاډو کی ګرځۍ او نور دولګی او تندی په خېمو کی مري ددي بېچاره ګانوخو څوک نه اوري او نه يې څوک دحاله خبر دي، هغوی خو په تاسو اعتماد کړی وو اوتاسی ته يې دخپلا عتماد رايه په صندوق کی اچولی وو اوس مو هغوی هېر او دخپلوامتېازاتو په غم کې ېاستۍ ٠محترمو وکېلانو تاسوخو دنورو په نسبت دخپل دولت دامرېکی په رهبری په پټه ستراتيژی اوپاليسۍ ښه پوهېږې چه نن په دی هېواد کی دبرېالېتوب په درشل کی ده زمونږ او ستاسی رېس جمهور حامد کرزی اودهغه کابېنه دامرېکی اوغربی نړی خپل نژدې خلک دی اوېاهغه جنګي جنګسالاران دې چه ددی هېواداوملت دملې شتمنېو دچور اوتالان پسي ملا تړلې اونن يې په خپلوکی او هم دخپلو خارجې دوستانوچې شريکې اقتصادې ګټې لري په ډيره زيرکۍ او ماهرانه توګه پلورې ،همدا اوس څو ورځې وړاندی د کانو او صنايعود وزارت وياندخوږمن(علومی)دبدخشان دلعلوکان دپلورلوپه هکله وويل چه په راتلونکودرې مياشتو کې به دبدخشان دلعلوکان په شخصې سکتور وپلورې اودادليل يی راوړه چه تر اوسه ددې کان څخه سيمه يزو زور واکانو او قاچاق وړونکو ګټه پورته کوله او په سلګونو زره امريکاي ډالر به له دې مدرکه څخه د هغو جيبو ته تللي او لدې وروسته به کله چه په نورو وپلرل شي نوبيا به په سلګونو زره ډالر دولتې خزانې ته راځي خوښاغلې خوږمن صاحب دا په ډاګه نه کړه چه دادملت شتمنې چه په نني شرايتو کې چه په هيواد کې د خارجې هيوادونو نظامي پوځونه شتون لرې په زياترو ولسواليوکې ياغيان او زوروالان د واک خاوندان وې او شخصې بنديخانې و لرې اودجزا او بند حکومونه صادرکړې او دګانډيو هيوادو تهديد هم موجود وي دا پلورنې کوم حقوقي جواز نه لرې او نه ددغسې شرايتو حکومتونه دملې شتمنيو د پلورلو صلاحيت لرې٠او داهم نه واي چې په چا يې پلورې او دا خلک څوک دي د څو مودې دپاره او په کومو شرايطوپلورې او تراوسه ولې په سلګونو زره امريکاي ډالرچې د قاچاقبرانواو زورواکانو جيبو ته تللي څوک او چيري دي اوتر اوسه ولې د قانون پنجو ته نه سپارل کيږې هغوې خوپه دی هيواد او په دی حکومت کې شايد په جګو چوکيو کې وظيفه ولري ولي نومونه نه افشاه کيږې او که په باندينو هيوادو کې وې دسياسی کانال له طريقه ولې نه راغوښتل کيږې ترڅودملياردونو ډالرو تپوس تر ې وشي چې ولې دولتي خزانې ته نه دي تللي او که نه ښاغلې خوږمن د کانو او صنايعود وزارت وياند ښه پوهيږي چه خبره چيرې ده که د بدخشان دلعلو کان دزور واکانو اوقاچاقبرانو تر ولقې لاندې وي اود دولت دکنتروله د بادنې وي نو څنګه کولاې شې په شخصي سکتور ی خرڅ کړي او که ددولت په امنيت کې وي نو بيايې دخرڅولو څه ضرورت دې په سلګونو زره ډالر خوبدون له دی چه خرڅ شې ددولت بودجې ته راځې او هم به يو تعداد بيکارانو ته کار پيداشې دسوچ خبره خو داده چه ددريو مياشتوپه جريان کي به د بدخشان دلعلو کان پلورې، محترمو وکيلانوشخصې امتيازات به ضرورې وي اوکه دهيواد دملي شتمنې دشخصې تمايلاتو او مفاداتو څخه ژغورل،ددې هيواد ملي شتمنې دټول ملت شتمني ده نه د يو کس او نه د يوې ډلې ، ګټه او تاوان دټول ملت او خلکودې اونه تر اوسه دملې شتمنيو د خرڅلاو کوم قانون شته ٠محترمووکيلانوداستاسودنده ده چه د ملې شتمنې دغدارانو د غدارې څخه وژغورې او مخه يې ونيسې او که نه ډير زر به ددې هيواد ټولې ملي شتمنې او هستي په ډيره سپين سترګې او بي شرمانه ډول ديو څو داسې زور واکانو چه دغربې نړۍ سره يې ګټي شريکي دي وپلورل شي او بيا به مو د لاسه څه نوي پوره اونا مشروع حاکيميت به را باندې کوي٠