د افغان ولسمشر او دولتي لوړو چارواکو ته !

د افغانستان جمهور ريس ! دافغانستان هوښيار او نا هوښيار قشر اوس په دی ښه پوهيږي چې ولې دا هيوا د دجنګونو هيواد دی او ولې په دی هيواد کې روغه نه راځي ،زه په دی باور لرم چي تاسې تر ټولوپه دی ښه پوهېږې ، دا چې دا ملت څوک د کمونيزم په نوم ،څوک يی داېخوانيزم ، څوک يی دطاليبانو اوڅوک يی د القاعدې په نوم ټکوي ،دا يو داسې سرخوږې پوښتنه ده چې نه ستاسو په وس کې ده او نه ددې خوار او مظلوم ملت په وس اوتوان کې ده . يو علت به دا وي چې هيواد مو غريب دې مونږ لکه يتيمان که څوک دمرستی لاس را وږد نه کړي ټول ملت مري . دا د خداې پیرزوېنه ده چې ددې هيوادپه خلکو يی کړې ده . روسان او انګريزان خو ددې خاورې تاريخي دښمنان دي نه غواړي چې په دې هيواد کې سوله راشي .
دا ملت هغه ټولې ناخوالې چې کمونيستانو په دوی وکړې ،اوهغه ناخوالې او ناکوبې چې داسلام دښمانانو په دوی وکړې ټولې په ځان تېرې کړې ،دادې پنځه کاله کېږي چې نړيوال قوتونه دامريکا په مشرې په دې خاوره کې پراته دي ،افغانانو داسې فکر کاوه چې ګوندې په دې هيواد به ورحميږي او هغه کړکېچ او لانجې چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دي کومې چې بې له مرګ ،ژوبلې اوبربادې بل څه نه راوړي د حل لپاره لارې چارې ولټوي . افغانان هم په دی ډاډه وو چې اوس به ستاسو او ستاسې دانډيوالانو په وجود کې چې دای په توان کې هم ده د دې رنځيدلي هيواد هغه تاريخي او مهمه دنده چې افغانان ورته ليوال دي تر سره کړي ، ېعنې هغه حق چې پرون ترې اخيستل شوې وه نن ورته بېرته ورکړي دا به شخصا ستاسو اوستاسې د انډيوالانو او هم به د افغان او انګرېز د نسلونو دپاره په دې نوي نړې کې دخواخوږۍ يو انساني ګام وې . خو څرنګه چې معلوميږي تاسې سره راغلي ملګري په دې هيواد کې ديو بل خونړي پلان په جوړولو کار کوي ، اوهغه به ددې کږې وږې کرښې دېخوا اوهغه خوا پښتنو قومونو دايمي بېلوالې وي ،تر اوسه پورې خو د يوبل په درد وغم او خوشحالې کې ګډون کاوه اويو بل ته مو د مرستې لاس اوږدولۍ شو، پس له دې که دا شوم پلان د عمل جامی واغوندي دا انسان دوستانه اړېکې به هم ترې واخلې . زه دا خبره دخپل کومي نه کوم دا پلان يوواقيعت دې چې اوس دافغانانو اوپښتنو د برخليک په وړاندې د عملي کېدو په درشل کې دې . څو ورځې مخکې دبريتانې لمړي وزير توني بلېر او د پاکستان جمهور ريس پرويز مشرف په لاهور کې کتنه وکړه او د دواړو هيوادونو مشرانو په افغانستان او پاکستان کې دتروريزم دمرکزونو دمنځه وړلو او دپاکستان څخه د ډيورند د کرښې افغانستان ته د وسلوالو ډلو راوښتلوپه هکله خبرې وکړې او بيا دبريتانې دمشر توني بلېر له خوا د 4،7 ميلونه پونډو مرسته کول هغه څه دې چې پوره سوچ غواړي او همداسې د افغانستان اوپاکستان تر منځ په کرښه د (70000) نظامي پوځ ځاې په ځاې کول . تېر کال د دسمبر په نهمه نيټه د پاکستان دبهرنيو چارو وزارت مرستيال نيازمحمد پوځ ته هداېت ورکولو چې د ډيورند په پوله په ځينو برخو کې دديوالونو دجوړولو او ماېنونو دکرولو د پاره اسانتياوې برابرې کړي او ورسره د پاکستان دحکومت په وېنا چې وايی پاکستان دخپلې خاورې اختيا ر پخپله لري دهيچاسره دپاکستان اوافغانستان تر منځ د ډيورند په پوله دديوال دجوړولو او ماېنونو په کرلو کې پوښتنې او مشورې ته اړتيا نه لري دا له ېاده باسي چې دادپاکستان د حکومت صلاحيت نه بلکې دکرښې ددواړو خواو اوسېدونکو ولسونومسله ده . دا باېد دافغانستان اوپاکستان دحکوتونواو دنړيوالو سازمانو په مرسته حل شي ،له دې نه وړاندې زمونږ د جمهور ريس حامد کرزي چې دډيورند په کرښه د ماېنونودکرلو او ديوال د جوړولو کلک مخالفت ښودلۍ او زېاتوي چې مونږ به دا مسله له سولې له لارې حل کړ و خو ښاغلې کرزې صاحب دا نه واي که د سولې له لارې ونه شي بياڅه کوي ٠توني بلېر او بوش هم پټه خوله ناست دي٠داټول هغه څه دي چې افغانانو ته د تشويش پديده شوې چې پاکستان دکرښې هغې خوا او دېخوا دپښتنو امېدونو ته دپاې ټکې ږدي . که څوک ژاړي اوڅوک خاندي پاکستان اوس ډاډمن دې چې د ډيورند په کرښه ماېنونه او ېا ديوال به جوړ کړي ،او دپاکستان او لوی افغانستان تر منځ سرحد په خپله خوښه وټاکي .
ښاغلی کرزې صاحب زه د يو افغان په صفت له تاسو څخه دا هيله لرم لاندې څو ټکو ته ښه زير شې .
لومړۍ - ستاسې دريځ د ډيورند په کرښه دمېنونو دکرلو او د کتارو جوړولو په هکله ګونګ دې ناهوښيار په ځاې پرېږده هوښيار په دی نه پوهيږي چې ستاسې دريځ څه دی ، که خپل ولس ته يې بر بنډ او په سپينه ووايی نو بده به نوي .
دوهم- د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډيورند کرښه هغه تاريخي رنځ دې چې انګرېز افغانانواو پښتنو ته په ميراث ورپرېښې دی . په تاريخ کې تر اوسه يو افغان واکدار ددې جرائت نه دی کړې چې دا کرښه په رسميت وپيژني . ستاسی نا څرګند دريځ مونږ په ډار کې اچوي چې خدای مکړه ځان ته د دی جرءت ور نکړۍ .
درېم- اطلاعات شته چې پاکستان دبريتانيه او امريکا په مرسته او ملاتړ د ډيورند په کرښه د مېانونو کرل شروع کړيدي او هره ورځ دپاکستان نظامي چورلکې د سرحد څخه غير قانوني د افغانستان په خاوره کې په ډاډه زړه الوتنه کوي زمونږ ملي اردو خو د دې توان نه لري چې مخه يی ونيسي اونړيوال قوتونه په داخل کې په عملياتوبوخت ديايی نه ويني او يا سترګې په پټوي .