دويمه برخه: که يو څوګ دغه دولس (۱۲) نښې ولري، نو په (آيډز او HIV) به اخته وي

دويمه برخه: که يو څوګ دغه دولس (۱۲) نښې ولري، نو په (آيډز او HIV) به اخته وي
دويمه برخه
ژباړه او زياتونه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د همدې ژباړې په لومړي برخه کې مو د ايډز ناروغي او د (HIV) ويروس تعريف کړ، ترمنځ يې په توپيرونو وغږېدو او شپږ لومړني نښې - نښانې مو درته په ګوته کړې. د ژباړې په دويمه برخه کې د ايډز ناروغۍ او (HIV) ويروس پاتې شپږ نورې نښې درته په ګوته کوو.

۷- د وزن بايلل Weight Loss: وړاندې مو وويل، چې د خوراک او څښاک نه هضم چې له امله يې اسهال يا نس ناستی او کانګې رامنځ ته کيږي، د وجود وزن کموي. په هرې هغه ناورغۍ کې چې د وجود وزن کميږي نو ناروغي خپل شدت ته رسېدلې وي. د ايډز ناروغي او (HIV) ويروس په سختوالي سره د وجود وزن هم کميږي، چې يوه څرګنده او خطرناکه نښه ده.
له لس سلنه څخه د ډېر وزن له لاسه ورکول او په ورته وخت کې له ديرشو (۳۰) ورځو د ډېر وخت لپاره د تبې شتون، نس ناستی، کانګې او کمزورتيا د ايډز ناروغۍ او (HIV) ويروس څرګنده نښه ده.

۸- وچ ټوخی Dry Cough: تر شپږو مياشتو؛ پرته له کومې بلې ناروغۍ ټوخی کول او يا هم له کوم بل شي څخه د حساسيت په اساس په اسانه د ټوخي پيدا کېدل د ايډز ناروغۍ او (HIV) ويروس له امله وي. هر کله چې دا ډول ټوخی رامنځ ته شي او په عادي درملو يې درملنه نه کيږي، نو بايد د (HIV) ويروس د مالومېدو په پار طبي معاينات تر سره شي.

۹- د شپې په خوب کې د وجو خوله کېدل Night Sweats: هغه کسان چې د ايډز په ناروغۍ او (HIV) ويروس اخته وي، نو د شپې له خوا يې وجود مړه خوله کوي. که چېرې هوا معتدله او نسبتاً يخ هم وي، خو د ايډز ناروغۍ او (HIV) ويروس ناروغان د شپې له خوا خولې کيږي. د شپې له خوا خولې کېدل بايد عادي ستونزه ونه نېول شي، بلکې پر وړاندې يې جدي پاملرنې ته اړتيا ته، ځکه دغه حالت د ايډز ناروغۍ او (HIV) ويروس نښه ده.

۱۰- د پښو او لاسونو په نوکانو کې بدلون Nail Changes: هغه وخت د (HIV) ويروس په پوره ډول پرمختګ وکړي او له ويروس څخه حالت د ايډز ناورغۍ ته لاړ شي، نو د پښو او لاسونو په نوکان کې بدلون راځي. په نوکانو کې د بدلون څخه مفهوم دا دی، چې په نوکانو کې په عمودي او افقي ډول تور او ځيګري رنګه کرښې راپيدا کيږي، نوکان پړسيږي، د نوکانو بڼه بدليږي او داسې نورې نښې.

۱۱- نه تمرګز او د فکر ګډوډي Confusion or Difficulty Concentrating: د ايډز ناروغۍ او (HIV) ويروس د بشپړتيا په وروستيو پړاونو کې بله جدي نښه د فکر او ذهن ګډوډي ده. د ايډز ناروغۍ او (HIV) ويروس اغېزمن کسان د دغه ناروغي له وړاندې تګ وروسته نه شي کولی، چې په ښه ډول سره فکر او تمرکز وکړي.

۱۲- د ښځو په مياشتنۍ ناروغۍ کې ګډوډي Menstrual Irregularities: په ميرمنو او نجونو کې د ايډز ناروغۍ او (HIV) ويروس بله نښه د مياشتنۍ ناروغۍ ګډوډي ده. مياشتنۍ ناروغي په نارمل ډول سره هره مياشت د شپږو څخه تر اوو ورځو پوري وي. که چېرې دغه ناروغي په مياشت کې دوه ځلې تکرار شي او يا هم د يو څو مياشتو لپاره ورکه شی او يا دا چې د راتګ په وخت کې يې عمر له منځنيو ورځو ډېر زيات او يا ډېر کم وي، نو دغه حالت هم د ايډز ناروغۍ او (HIV) ويروس جدي نښه شمېرل کيږي.