ورکه لاره به پيدا شي که رڼا شي
ډيوه ګۍ به بلوم که ته پری را شی
ستاديدن ته نيمو شپو کې تلوسۍ کړم
دا بی رنګه زندګي ته که خندا شی
دجانان د ليونی مينې ياد ګاره
ته راځی که نه زه هيردی خاطرې کړم
ستا محل ته چې زه راشم او ته نه يي
اه مې پورته شي اسمان ته بياښيرې کړم
راشه راشه چې زخمونه زه په زړه وړم
تورو شپو کې زمانۍ نه ډيرګيلۍ کړم
زما اوستا ليونې مينه داسې نه وه
وايه تا نه که قسمت نه مې ګيلې کړم
ښايستوسترګو ته دی نيمو شپوګله
خپل دمينې په رڼا کې بل ډيوې کړم
ژوند تيريږي شاته نه ګوري جانانه
نيموشپوکې هم ليدوته دی اسرۍکړم
ته پوهيږی چې ژوندون يوامتحان دی
زه حفيظ نو ورته ځکه تلوسۍ کړم
زرلښته حفيظ
وروستي