چا غلې غلې ويلو چې اختر راغلې دی
سوغات دګل ګيډۍ سره خبرراغلی دی
ماشوم زړه ليونې دګلولښته په خنداکې
نارې دخوښي وکړې چې دلبر راغلې دی
تازه ګلونه ږدمه په اوربل کې د ګلابو
يو خيال چې دزړه ښکارته په هنر راغلې دي
ياغي ليونی شوې دی دمينې ميخانه کې
ارمان يې ديدنو ته د دلبر راغلې دی
تازه ګلونه غواړمه راوړه د ګلو باغ نه
نن بيا مې سره ګلابوته نظر راغلې دی
ګلونه د انارته دوکی له باغه راوړه
ما هم درته دمينې خوږ خبرراوړی دی
شيرنه دزرلښت په افسانو کې به را ياد شئ
نن بيا دفرهاد توره چې په سر راغلی دی
لاسونه مې سره کړي دي هم سترګوکې رانجه
اشنا تا چې سوغات نن داختر راوړی دی
ماته په اخترکې
ماته په اختر کې بياخيالي نکريزي راوړه
لاړ شه ننګرهار ته بوډيالي نکريزي راوړه
بيا د واړه لاسونه د بنګړو نه ډکومه زه
ځمه ګل ميلو ته ګلالې نکريزي راوړه
****
ځمه پيښور ته پښتنو ميندوته دوعاکوم
سوله ورته غواړمه زيارت دپير بابا کوم
بياچې درحمان بابا مزار کې سره وګورو
بياداخترورځوکې يو زيرۍ په اشنا کوم
****
بيا به ورته وايمه اختر کې جلالا ته ځو
بيا په ننګرهار به کې غازي امان الله ته ځو
بيادځوانيمرګ ارمان مزارکې به جنډه تړم
بيا به د همزولو سره لعل قاسم اغا ته ځو
****
خپلو هيواد والو ته دمينې څوکالي غواړم
سوله ورته غواړمه اختراونيکمرغي غواړم
بيا به د زرلښت په ارمانو باندې سوګند کوم
ښکلې ماښامونه سهارونه زرزري غواړم
وروستي