که يو څوګ دغه دولس (۱۲) نښې ولري، نو د ايډز په ناروغۍ او د (HIV) په ويروس به اخته وي

که يو څوګ دغه دولس (۱۲) نښې ولري، نو د آيډز په ناروغۍ او د (HIV) په ويروس به اخته وي
لومړۍ برخه
ژباړه او زياتونه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

 پېژندنه:
- ايډز: د ايډز کلمه د (Acquired Immune Deficiency Syndrome) لنډ نوم دی چې د انګلېسي ژبې په AIDS تورو سره ښوودل کيږي. د Acquired Immune Deficiency Syndrome پښتو مفهوم دی (د دفاعي سېسټم د کمزورتيا نښې).

هغه ناروغي په کوم کې چې د وجود حجرې په جدي ډول سره له منځه ځي، د وجود دفاعي او د خونديتوب سېسټم کمزوری کيږي او وجود خپل مقاومت له لاسه ورکوي د ايډز په نوم ياديږي.

- HIV: اېچ.ای.وي، د human immunodeficiency virus لنډ نوم دی، چې په انګلېسي کې ورته HIV وايي او پښتو مفهوم يې (د انسان د خونديتوب سېسټم ويرس) دی.

هغه ويرس چې د وجود په دفاعي سېسټم يا د وجود په طعبيي سېسټم بريد کوي، د HIV په نوم ياديږي.

تر ډېره د HIV او ايډز ترمنځ په اسانۍ سره توپير نه کيږي، خو HIV او ايډز په خپل منځ کې توپير لري. بايد ووايو، چې HIV او ايډز دواړه د انسان د وجود د فاعي سېسټم د کمزورتيا لامل کيږي. لکه څه ډول يې چې له نوم څخه څرګنديږي، HIV د ويرس نوم دی، چې د ياد ويرس په شتون کې وجود د ايډز په ناروغۍ اخته کيږي.

په دې ژباړه کې دولس (۱۲) هغه نښې - نښانې درته په ګوته کوو، چې په شتون سره يې دا څرګنديږي، چې وجود کې د HIV ويروس پرمختګ کړی او د ايډز ناروغي يې رامنځ ته کړې ده.

۱- تبه Fever: هغه لومړۍ نښه چې د آيډز ناروغي او د (HIV) ويروس راښيي، ملايمه تبه ده. که چېرې د فارنهايټ تر ۱۰۲ درجو پوري وجود تبه ولري، نو د ايډز نښه ده. کله چې د (HIV) ويروس وينې ته دننه کيږی نو په دې وخت کې ناروغ کس د ملايمې تبې څخه زوريږي.

۲- ستړيا او مړاوېتوب Fatigue: د فزيکي کار په کولو او همدا ډول د استراحت په وخت کې د ستړيا او مړاويتوب احساس د (HIV) بله نښه ده. هغه وخت چې (HIV) وينې ته دننه شي او هلته وړاندې تګ وکړي، نو په پايله کې يې وجود سستي پيدا کوي.

۳- د بندونو درد Joint Pain: څومره چې د (HIV) ويروس وړاندې تګ کوي نو دومره يې ستونزې او دردونه هم ډيريږي. د بندونو درد د نورو ناروغيو او لاملونو په سبب هم وي، خو که چېرې پورته نښې او په ورته وخت کې د بندونو درد شتون ولري، نو بيا ښايي چې لامل يې د (HIV) ويروس او د ايډز ناروغي وي.

۴- د مرۍ او سر درد Sore Throat and Headache: سردردي او د مريو درد هم د (HIV) ويروس او ايډز له نښو څخه شمېرل کيږي. په دغه او پورته نورو حالتونو کې بايد معاينات تر سره شي، ترڅو دا ډاډمنه شي، چې دغه ستونزې د (HIV) ويروس له امله دي او که تر شا يې کومه بله ناروغي شتون لري.

۵- د پوستکي خارښت Skin Rash: که چېرې پرته له حساسيت او الرجي څخه د وجود پوستکی د ډېر وخت لپاره خارښت کوي، نو د (HIV) ويروس درته په ګوته کوي. خو شونې ده چې د الرجي او حساسيت په اساس هم پوستکی خارښت وکړي، چې دغه تکليف بايد د (HIV) ويروس په ډول ونه کتل شي.

۶- د کانګو (استفراق) حالت، کانګې کول او اسهال Nausea, Vomiting, Diarrhea: د خوړو نه هضم چې په پایله کې يې کانګې او اسهال رامنځ ته کيږي د (HIV) ويروس نښه ده. په دوامداره توګه اسهال يا ناستی، کانګې کول او يا داسې وضعيت چې د کانګو کولو احساس په کې کیږي، خطرناکې نښې دي او شونتيا شته چې اغېزمن کس د (HIV) په ويروس اخته وي.