
له جیب یې د نصوارو شین پاکټ (خلته) راواخیسته. د چپ لاس په ورغوي کې یې څه اندازه تش کړل، تر ژبه لاندې یې واچول. ورغوی یې د ښي لاس په ګوتو وموښلو.
څه شېبه ناست ؤ، په کوټه کې یې یو خوا بل خوا وکتل، غږ یې کړ:
شپوغمۍ(سپوږمۍ) وه شبوغمۍ!
ـــــ څه وایې؟
ـــــ هغه چکداني(توکداني) ړاوړه
ــــ سمه ده.
سپوږمۍ توکداني ورته ونیوه، زلمي ترې واخیسته. خولې ته نیږدې یې ونیوه، شنې لاړې یې پکې تو کړې! شنه نرۍ لیکه یې په سپینه ږیره کې ښکاره شوه. په ږیره یې لاس کش کړ. وې ویل، سپوږمۍ نن سبا د خدای څوک بې کسه کوي نه، څوک چې بې کسه وي، خلک د انسان په سترګه نه ورته ګوري.
ـــــ زلمیه د تر بګنۍ همدا کیسې وي، خدای ته به صبر کړو.
ـــــ زه خو وایم چې یونس ته مو بل واده کړی وای، کاندې......؟
ـــــ نه، نه سړیه زوی مې ښه خوشاله دی، نه غواړم ژوند یې تنګ کړم!
ــــ نن جومات ته د بر کلي ملک راغلی و، خلکو له سجدې پرته هر څه ورته وکړل؛ ځکه ترې ډاریږي! ملک سړي لري!
ـــــ سړیه هر څه د خدای په واک کې دي؛ که زما د زوی په برخه یې نارینه اولاد لیکلی وي، خدای بې ورکړي.
سپوږمۍ لا خبرې کولې، چې لمسۍ یې په وره کې ودرېده، ساه یې بنده، بنده کېده.
غږ یې کړ: ان ان انه کې اد ادې مې؟
ـــــ په څه شوه؟
ـــ ت ته ورته راشه؟
سپوږمۍ ورمنډې کړې، څو شېبې وروسته بیرته راغله. زلمي ته یې وویل، سړیه زیری مې در باندې د یونس لور پیدا شوه! زر کوه د اورنګ موټر راوله! د تبسم حالت ښه نه دی.
ــــ لور؟
ــــ هو، زرکوه موټر را وغواړه، هسې نه؟
ـــ هسې نه څه؟ خدای یې دې همدا اوس مړه کړي. لور څوک څه کوي!؟
پای