لنډه کېسه(ګولۍ)

پتنوس یې کېښود. غبرګ لاسونه یې نس ته ونیول. په ښکتنۍ شونډه یې غاښونه ټینګ کړل. دېوال ته یې ډه ډې ووهه.سترګې یې د پخلنځي په چت کې خښې کړې. د درد له زیاتېدا سره به په لړزه شوه. غوښتل یې پاڅي کوټې ته ځان ورسوي پاتې به راغله. په ډېر زحمت یې د بوشکې سر پرانیست. اوبه یې نه وې څښلې، چې خواښې یې پرې غږ کړ: غوټۍ! ؤ غوټۍ! ځواب یې وا نه ورېد. په غوسه شوه. 

بیایې پرې ناره  کړه: غوتۍ! تا ته وایم څه شوې؟                       
په خپ اواز یې و ویل: څه وایې مورې؟                                                                         
 -څو واره مې غږ درباندې وکړ، ولې غږ نه کړې؟                                                             
 -مورې نس مې بیا درد کوي.    
                                                                                 
 – ولټې(پاڅه) مکر مه کړه! چې څو دو کور ته راغلې یې همدا پلمې(بهانې) کوې. هېڅ بلا نه یې وهلې. تېزه ولټې د اوړو بوجۍ پرېمینځه! د کاریزه اوبه راځي. زه د اورنګ د غو که ځم. لماښام ته دیګ وکړه، ځان مریض مه اچوه، جوړه روغه یې. ډاکتر، ماکتر نشته....    
                                  
    سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. په ډېر زحمت یې له پخلنځي نه د اوړو بوجۍ را واخیستې، لګن یې په سر باندې کېښود، د ویالې په لور روانه شوه. بوجۍ یې پرېمینځې، په سرای کې یې په تناب باندې وغوړه وې. خواښې یې لا نه وه راغلې، غوټۍ خپلې کوټې ته لاړه. د درد دوې دانې ګولۍ یې تر ستوني تېرې کړې. په کټ باندې اوږده وغځېده. درد به چې پرې ډېر شو، ګلابي مخ به یې داسې کونځې وکړې. تا به ویل د اویا اتیا کلونو سپین سرې ده. د ماښام بانګونه وشول. چې ګلاب دروازه پرنیسته، په غوټۍ باندې یې غږ وکړ. خو ځواب ور نه کړ. د مور کوټې ته یې لاړ، په لمانځه ودرېد.

 مور یې هم راغله. له لمونځ وروسته یې له مور سره ستړي مه شي وکړل او زیات یې کړه: مورې غوټۍ چېرې ده؟                                                                                                                - په پخلنځي کې به وي.               
                                                                              
-ما غږ پې وکړ، خو ځواب یې را نه کړو. ماسکه ویل چې له تا سره تللې ده.                            
   – زما سره نه ده تللې. ما بوجۍ پرېمینځې. دا په پخلنځي کې ناسته وه. ویل یې ځان مې درد کوي. ما ورته ویل ګولۍ وخوره، خوله یې راباندې را خلاصه کړه، نږدې یې خوړلې وم.    
                    
          –خیر مورې ګذاره ورسره کوه. چې څو دې کور ته راغلې ده ښه چلند مو نه دی ورسره کړی. مریض یې رښتیا دی، باید غم یې وخورو.         
                                                                    
    مور یې شونډې بوڅې کړې، پزه یې کش کړه. ویې ویل: زویه ته دا نه پېژنې؟ ټکی نه ده مریضه، ځان غلطوي. که د ما ډار نه وای پسې، په خدای په شرمو یې شرمولي وای.    
                          
        ګلاب غلی شو، هېڅ یې ونه ویل. د ماښام د ډوډۍ وخت ؤ. مخکې به دا وخت غوټۍ ډوډۍ راوړې وه؛ خو نن یې درک نه ؤ. د ګلاب سودا شوه، پخلنځي ته لاړو، ګروپ یې ګل ؤ، غوټۍ په کې نه وه. ورخطا شو په ذهن کې یې ډول – ډول اندېښنې رامنځته شوې. په بيړه د خپلې کوټې خوا ته لاړ د هغې ګروپ هم ګل ؤ. له کوره ووت. ویاله یې وکته، څوک په کې نه ؤ. کور د ننه یې هم ټول ځایونه وکتل، غوټۍ نه وه. مور یې را ووته. زیاته یې کړه: زویه نه مې درته ویل سپکوي مو. ځان به یې مریض اچولی ؤ، په همدې کې یې چل ؤ. آخر سپک شوو.              
                                            
    د ګلاب سترګې رډې شوې، رنګ یې سور واوښت. د خپلې کوټې په لور روان شو. د تلیفون فلش یې روښانه کړ. په غوټۍ یې سترګې ولګېدې. په سجده باندې ستوني ستغ پرته وه. غږ یې کړ: مورې دلته ده. د غوټۍ پزه او خوله په وینو سره وه. ګلاب په ژړغوندي اواز وویل: وخ مورې تا به ویل مکر کوي!