پرمختګ

هر انسان غوړي پرمختګ وکړي، له ځان لوی شخص جوړ کړي، آرام ژوند ولري. ښایې ډېر لاملونه وي چې د هغو له وجې پرمخ لاړ شي، خو زما په اند، اړین لامل یې هدف دی، ځکه هدف کولای شي یو انسان بري ته ورسوي، کولای شي له عادي سړي نه لوی سړی جوړ کړي. د یوه کار د پلان شوې نتجې پای ته هدف ویل کیږي.
که څوک غواړي پرمختګ وکړي، هغه باید لومړی ځان ته دا معلومه کړي چې په څه شي کې پر مختګ غواړي؟

ایا غواړي داکټر شي؟
ایا غواړي ساستمدار شي؟
ایا غواړي ولسمشر شي؟

دې ته ورته .... کله چې تاسې له دې څخه یوه لاره انتخاب کړئ همدا مو هدف دی. ممکن زما هدف دا وي چې په راتلونکې کې د ادبیاتو ډاکتر شم. زه باید هر اړخیزې هڅې وکړم، تر څو خپل هدف ته ځان ورسوم. داسې نه چې زه اخته په یو بل څه کې وم او په خوله وایم چې زه غواړم د ادبیاتو ډاکتر شم.

هدف ته رسیدل که څه هم یو څه ستونزې لري، خو دا په دې معنا نه دی چې هدف ته ځان رسول ګران کار دی او هر څوک نه شي کولای د خپلې خوښې مطابق ژوند وکړي.

په ژوند کې هېڅ آسانه شی نشته، حتی ژوند تیرول هم آسانه نه دي؛ خو باید له زغم او استقامت څخه کار واخیستل شي، له کواښ سره جدي مقابله وشي، ځانونه د هیلو قرباني نه کړو. پوه انسان تل ستوتزې لټوي او ټنبل انسان هر وخت له ستونزو پټ وي، ستونزې دی لټوي.

ډېری وخت زموږ ژوند د یوې کوچنی ماتې قرباني شي او پړه یې بیا په نورو خلکو یا بل شي پسې تړو. بریا غواړو؛ خو ماتې نه منو.

دا منم چې له ژوند سره مبازره په کار ده، د هیلو سرته رسول د هر انسان لوی ارمان وي. موږ نه شو کولای چې په لومړی ځل یو لوی شخص شو، ځکه کېدای شي تر دې ځایه چې رسو له ډېرو خنډونو او ماتو سره مخ شو، که ماتې وخورو هم پروا نشته، ښایي دا ماتې زموږ سره زیاته مرسته وکړي. تاسې پام وکړئ د مطلب د روښانه ولو له پاره به یو مثال راوړو.

مثلا زه غواړم یو ښه اباز شم، په لومړي ځل یوه حوز ته ښکته شوم. له زیاتو ستونز سره مخ شوم؛ ځکه تر دې مخکې ما لامبو نه ده وهلې.

اوس که په اوبه کې ځان غوټه کوم ستونزه ده، ځکه ډاریږم چې غوږو یا پزې ته مې اوبه لاړې نشي او ملاق هم نه شم کولای. دې ورته له ډېرو ستونز سره مخ شوم.

اوس که چېرې زما هدف ابازي زده کول وي باید په ستونزو قدم کېښدم او هر څه مې چې په زړه کې دي تر سره یې کړم، تر څو د دوهم ځل له پاره ستونزې راته کمې شي او په راتلونکې کې یو ښه اباز شم. که زړه نازړه شم، ښایي په ستونزو هم برلاسی نه شم او له ماتې سره مخ شم.

په ژوند کې یوه ځای ته ځان رسول دې مثال ته ورته دي. باید له خڼډ او کواښ سره مبارزه وشي؛ تر څو خپل هدف ته ځان ورسوو. خپل هدف ته ژمن ووسئ. په ستونزو پسې وګرځي داسې نه چې ستونزې په تاسې پسې وکرځي.

د هیلې او هدف توپیر وکړئ، ممکن په ورځني ژوند کې ډېرې هیلې ولرئ. مثلا کاشکي نن یوه ښه لیکنه وکړم. ²دریغی دا هم راته ووایي چې مینه درسره لرم³ که راشي، څومره به خوشحاله شم.... دا هیلې دي چې کمښت نه لري، چې مبالغه را نه ونه شي په هر ساعت کې یوه هلیه د انسان ذهن ته راځي. هدف داسې یو څه دی چې ټول ژوند ورپورې تړلی دی، یعنې د ژوندې تېره شوې برخه مو د همدې هدف ته په رسیدو کې تېره شوې ده.
که یو څوک د یوې هیلې سرته رسولو له پاره هڅه وکړي ، خو پاتې راشي، ممکن په ټول وخت بیا دهغې په اړه فکر ونه کړي. هدف یو داسې جوهر دی، که انسان هر څو له ماتې سره مخ شي، بیا هم زیار باسي چې بریا ته ځان ورسوي.

کوښښ وکړئ، هېڅ وخت له ستونزو مه وریږئ، بلکې داسې سلوک ورسره وکړئ، چې دوی دا جرت پیدا نه کړي چې ستاسو سره مخامخ شي. د ښه ژوند کولو لپاره هدف وټاکی. خپل هدف ته ریښتني و اوسئ، نو کامیابي ستاسو ده!

سردارد داود خان وایي: تصمیم د بری لومړی شرط دی.