لمر خپلې وړانګې د غرونو سرو ته خېژولې وې. د شپې انګازې له ورایه ښکارېدې. د مرغانو نغمې نه وې، ټول خپلو کورنو ته تللي ول. کله کله به له لرې دې کڼاغ کوغ کوغ راغی...
موږ د جومات په تبۍ ناست ؤ. د فرض تقدیري وخت ؤ. سپنږیرو تېر شوي خاطرات ویل. ځوانان په خپل منځ کې پسېدل، کله به یې وخندل. ځینو په تلیفون کې بازي کوله....
ملک اکه یې د خپل کور کیسه کوله، چې تېره ورځ راکټ په کې لګېدلی ؤ. خبرې یې نه وې خلاصې چې د وره غنګ شو یو ځوان را ننوت. سپنې جامې یې پرتن وې ږیره یې خریلې وه. داسې ښکارېدو، تا به ویل په ټول ژوند یې غم نه دی لیدلی!
سلا یې وکړ، په لمانځه ودرېد. ملک اکه ماته مخ را کوږ کړ، زیاته یې کړه: دا څوک دی؟
-نه یې پېژنې؟
-قسم ده که مې پېژندلی وي!
- د زلمي زوی دی.
-دا د زلمي زوی دی!؟
-هو
- پاک کرزېدلی(کرځېدلی) سر تور سر او ږیره یې هم وهلې!
- اکه په کابل کې پوهنتون وایي، مجبور دی د هغه ځای سټایل وکړي. که د موږ په څیر ورشي شاید....
- څه مشکل به ورته جوړ شي، دوی چټي پلمې (بهانې) کوي. سر تور سر کرزېدل(ګرځېدل) او ږیره خریل دکفارو کار دی. په پخوا وخت کې به دا ډول خلک نه ؤ. که پیدا به شول، نو ژول کېدل. ته یې شکل ته وګوره سم یسوی (عیسوی) دی. اوس په لمانځه ځان ښایي چې زه مسلمان یم....
ځوان لمونځ خلاص کړ. فکر کړم خبرې یې اروېدلې وې. را ویې کتل، موسک شو، له جومات و وتو.
وروستي