زمادکلي ګلورینې لارې
شاعر:ګل رحمن رحماني
راغی بهاربهاره ستړی مه شې
هې !دوختونویاره ستړی مه شې
همدغه لارزموږپه کلي ورځي
یه دښکلامعماره ستړی مه شې
هاغه پرتې غونډۍ هم وینې که نه ؟
چې په لمنوکې غاټول نه لري
یاغي نسیم به چې نشه وو پرې تل
اوس دښکلاهغه کنډول نه لري
زمادکلي ګلورینې لارې
چې له اغزوبه يې ګلڅانګې وتې
هغه نشه اوهغه مړاوې وږمې
چې به له زړونولکه وړانګې وتې
ستانتظارکړي ستاپه لورپاتې دي
ستاله خوږې ژبې سندرې غواړي
هغه چې شل کاله پخوابه دې کړې
هغه ټپې هغه سندرې غواړي
راځه راځه په همدې لاره راشه
زماترکلي پورې ځان رسوه
دانااشنااوبې ګانه ولې یې
بیاهرمین ته خپل جانان رسوه
هادجومات مناره ګورې کنه ؟
چې توتکۍ ورځینې لرې ګرځي
ستاانتظارکړي له تانه دي خفه
له ماشومانومرورې مرورې ګرځي
موږه له ښکلواوخټینوکورو
ځکه پله لوی لاس ناوې لرې کړلې
کلونه وشول چې باران نه راځي
چارانه ستادعاوې لرې کړلې
دزاڼوشورنشته هیلۍ نه راځي
شوې رانه هېرې دسیندونوچینې
مخکې له دې چې کوچیان بېرته راشی
ته رابهاندې کړه دغرونوچینې
هغه ترونولاندې پراخه میدان
چې وو جوړشوی جنازولپاره
سږکال کروپرې دګلونوبوټي
داجووړوو داتڼولپاره
نواې بهاره ټکنی ولې یې؟
ستاانتظارکړي داپرتې کروندې
له شنې چینې نه دې قربان شمه زه
بېرته راووینه هاشنې کروندې
دکلي شپون که بم کې والوتلو
لاهم شپېلۍ په یوه لاس غږوي
لاهم سندرونه لوېدلی نه دی
لاه ټپې په دې احساس غږوي
داځل که نه وی سندربولي مرغان
سپینه کوتره به ضرورراولې
ډېرزاړه شوي روایات دمینې
خدای وکړي دارته یومنصورراولې
منم چې موږوو دجنګونوخلک
خوجرګه ماریوامن هم پېژنو
موږدساقي موږدمجنون ملګري
جانا ن ته لیک لېږوقلم پېژنو
زړونورڼاکړه دښایست په وړانګو
راځه راځه ګرانه په نره راځه
زماوطن ستادښکلاوطن دی
لکه نغمه لکه سندره راځه
نورنودمړوسهارنووږموته
نوی احساس اونوی شورورکړه
واکړه په مینه دزخمونوغوټۍ
پاسته لاسونه دټکورورکړه
وایه ترڅوبه دشفق په وینو
زموږدمینې ماښامونه سره وي
خدای خودې نه کړي چې زماپه قتل
زمادخپل جانان لاسونه سره وي
ستارحماني ستادښایست لیونی
ستاپه وږموکې لوبېدلی یمه
لکه ابشاردغره له هسکې څوکې
سرپه تندي راغورځېدلی یمه
۱۳۸۷-۷-۱۰جلال ابادښار، ننګرهارپوهنتون
وروستي