داپه سرواوروچی سوځــی ګـــوری دوطــن دچادی
داچی وينـــی وينــی ژاړی دپه زړه خوژمن دچــادی
دنفاق اوروکی ســـوئ دوحدت رنګيـــنی غــواړی
داپه سرووينی کی لت پت ګل زرين کفــــن دچادی
فرشـــتوبه ېـــــي کولـــی تل دنـــنګ کيــــسی يارانــو
هغه ستـــــوری بي مداره دپه زړه غمـــجـــن دچــادی
زموړبهـاربهارځـــوانی ســوی دغمنوخوراک وروڼو
دنفـــرت ماړی کــــړی ړنګــــه دزيبــاګلشــــن دچادی
داخلاص پړی شکولی ځان ځانئ په اس سپاره دی
جانان بلی ډيــوی غــواړی دپه زړه ويرجـــــن دجادی
سرمی ايشی په ســـوغات کـــی دنرګس جانان دپاره
چی خـــړوب پری سره لاله سی تشنه لب چمن دچادی
دحرم شاپيــری ګونګی ځونيــمرګو حال ېي واخلــــی
بيـــــادعلــــم زيــــورورکــــی دبــــي ســـره تــــن چــــادی
خدمـــت غـــواړی الکـــوزيه سنــــدريزلالی دميـــــنی
دوصال په ميو مـست کی دادل سوز مــسکن دچادی
منان الکوزی کوټه
وروستي