دغه شپږ خبرې عملي کړئ نو د مخ او لاسونو (ګونځې) به مو ورکې شي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
ګونځې چې په انګليسي کې ورته wrinkle او rhytide هم ورته وايي؛ هغه حالت دی، چې په هوارې سطحې په کمه اندازه لوړې او ژورې را پيدا شي. په ځانګړي ډول سره د انسان په پوستکي او يا په مخ او لاسونو کې د کرښو را پيدا کېدل د ګونځو په نوم ياديږي.
د مخ او پوستکي ګونځې تر ډېره د عمر د زياتېدو او زوړوالي په حالت کې را پيدا کيږي، خو داسې هم شونې ده چې د ځينو بهرنيو لاملونه په اساس دغه ګونځې د ځوانۍ په وخت کې هم راپيدا شي. د ځوانۍ ګونځېد ډېری کسانو نه خوښيږي او هڅه کوي، چې له دغه حالت ځان خلاص کړي؛ د خپل مخ او لاسونو پوستکی هوار او ښوي جوړ کړي.
په ځوانۍ کې د پوستکي د ګونځو لاملونه:
- سېګرټ څکول: د څېړنو اړوند د ځوانۍ په عمر کې پر مخ او لاسونو د ګونځو د پيدا کېدو يو له عمده لاملونو څخه سېګرټ څکول دي. سېګرټ څکول يا د ځوانۍ په وخت کې ګونځې را پيدا کوي او يا هم د عمر په زياتېدو سره ګونځې په تيزۍ سره رامنځ ته کيږي.
- د لمر وړانګې: څومره چې د لمر مستقيمې وړانګې د وجود لپاره ګټورې او اړينې دي په همدومره اندازه د لمر وړانګې کولی شي، چې مضرې هم تمامې شي. په مخ او لاسونو باندې د يو ډېر وخت لپاره د لمر د وړانګو غورځېدل د پوستکي د ګونځې کېدو لامل کيږي.
- چټله هوا او چټل چاپيريال: خوله او پوزه د تنفسي سېسټم اساسي غړي دي، خو د وجود په ټول پوستکي کوچني ميکروسکوپي سوري شتون لري، چې د پوستکي حجرې ورڅخه تنفس کوي. د وجود هغه برخې لکه مخ، لاسونه او پښې چې په مستقيم ډول پرې هوا لګيږي او له چاپيريال سره په اړيکه کې وي، نو د چټلې هوا او چټل چاپيريال له امله د پوستکي بهرنۍ برخه اغېزمنه کيږي، چې په پايله کې يې ګونځې را پيدا کيږي.
- ځيني کيمياوي درمل: هغه د ښايست او نرمښت کريمونه چې په مخ، لاسونو او پښو وهل کيږي او په خپل ترکيب کې په زيات شمېر سخت او ډېر تيزابي مواد لري، نو د پوستکي د ګونځې کېدو سبب کيږي.
په ځوانۍ کې د پوستکي د ګونځو کورنۍ درملنه:
تر ډېره اړتيا نشته چې د مخ، لاسونو او پښو د ګونځو له امله ډاکټر ته لاړ شئ او مختلف درمل پرې ووهئ. اسانې کورنۍ درملنې شتون لري، چې تاسو له دغه ستونزې خلاصولی شي. لومړی هڅه وکړئ، هغه لاملونه چې پورته مو ذکر کړل د مخنيوی لپاره يې لاس په کار شئ او که چېرې ګونځې را پيدا شوې وي، نو بيا دغه شپږ لارې عملي کړئ.
۱- د کچالو جوس: د کچالو اوبه وباسئ او په يو لوښي کې يې واچوئ. ګونځې لاسونه مو د ديرشو دقيقو لپاره په دغه جوس يا د کچالو په اوبو سره پريمنځئ. دغه کار تر يوې او دوو اونيو عملي کړئ. هر وخت مو چې تر ۳۰ دقيقو لاسونه د کچالو په اوبو کې پرېمنځل نو بيا يې په يخو اوبو پريمنځئ، نو په نېږدې وخت کې شونې ده چې د لاسونو ګونځې به مو ورکې شي.
۲- د کوپرې او کونځلې غواړي: دغه غواړي مخ او لاسونه نرم ساتي. په ډېری کريمونو کې هم له دغه غواړيو کار اخېستل کيږي. تاسو په طعبيي ډول سره کولی شئ، چې د کوپرې او کونځلې غواړي د مخ، لاسونو او پښو په ګونځې شوي ځايونو ووهئ.
۳- ګازرې او شات: دوه او درې ګارزې په اوبو کې جوش کړئ. بيا يې له دوو کاچوغو شاتو سره خېشتې کړئ. وروسته دغه جوړ شوی مخلوط په ګونځو شوي ځايونو باندې ووهئ.
۴- اناناس: ډېر اناناس يا Pineapple وخورئ. اناناس په خپل جوړښت کې ويټامين سي او کولی شي، چې مخ مو نرم وساتي او پوستکی مو د شته ګونځو څخه خلاص کړي.
۵- بدرنګ: تازه بدرنګ ټوټې کړئ. د بدرنګو ټوټې د پنځو دقيقو لپاره د څو شپو په موده کې په مخ او لاسونو ونېسئ. دغه چاره تر هغه تر سره کړئ چې د ګونځو په ورکېدو به پوه شئ.
۶- هندواڼه: د اناناس غوندې هندواڼه وخورئ، نو د وجود پوستکی مو نرم او ملايم ساتي. همدا ډول کولی شئ، چې د بدرنګ غوندې د هندوانې ټوټې په مخ، لاسونو او پښو له پنځو څخه تر لسو دقيقو ونېسئ او د پوستکي ګونځې مو پرې ورکې کړئ.
وروستي