د معلولینو سیالیو اتلولي هم بُست لوبډلې وګټله

روهي (شنبه/١٣مه د زمري)، د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د زونونو په کچه د معلولانو شل اوریزې لوبې د روان زېږدیز کال د جولای په ۲۸ نیټه په کابل کې پیل شوې وې، چې په پایلوبه کې امو له بُست څخه د ۹ ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.
 
په پایلوبه کې امو په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه، چې په ځواب کې یې بُست د یو لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره ورکړل شوي هدف په نهم اور کې پوره کړ.
 
په دې لوبه کې د بُست لپاره محمد اشراف ۶۴، محمد الله ۶۵ منډې وکړې او نظر محمد په توپ اچونه کې ۴ ویکټې ترلاسه کړې.
 
د امو لوبډلې په ګټه فرید شېرزاد ۴۵ منډې جوړې کړې.
 
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل د پای لوبې په مراسمو کې بُست لوبډلې ته د اتلولۍ او امو ته د دویم مقام ترلاسه کولو مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: "تاسو معلولین ددې ټولنې فعال او تکړه ځوانان یاست او تاسو کولی شئ، چی په دا ډول لوبو کې له ځانه ښه وړتیا وښایئ، ترڅو مخکې پړاونو ته لاره پیدا کړئ او د افغانستان استازیتوب وکړئ."
 
ښاغلي مشعل زیاته کړه، چې کرکټ بورډ به هڅه وکړي، څو په راتلونکي کې هم د کرکټ برخه کې معلولو لوبغاړو ته ښې زمینې برابري کړي او په دې برخه کې یې د شهیدانو او معلولینو پر وزارت هم د لازمو همکاریو ږغ وکړ.
 
همداراز د پایلوبې په مراسمو کې د افغاننستان کرکټ بورډ له لوري غوره لوبغاړو او ګټونکو لوبډلو ته نغدي جایزې او کپونه ورکړل شول.
 
د پای لوبې غوره لوبغاړي جایزه نظر محمد ته د دې له امله ورکړل شوه، چې په ۴ اورونو کې یې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او څلور مهمې ویکټې یی ترلاسه کړې.
 
د سیالیو غوره توپوهونکی عبید اکبري چې ۲۷۷ منډې يې کړې وې، غوره توپ اچوونکی، عبدالله لېوال چې ۹ ویکټې یې ترلاسه کړي وې او تر ټولو غوره لوبغاړی محمد اشرف چې د ۹ ویکټو اخېستلو ترڅنګ یی ۸۴ منډې هم جوړې کړي وې؛ اعلان شول.