هزاره توکمی (کوهزاد) د بلوچستان اسمبلۍ ته بريالی شوی، خو ويل کيږي چې پاکستانی نه بلکې بهرنی دی

روهي (جمعه/۱۲ د زمري)، د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې د بلوچستان اسمبلۍ ته د احمد علي کوهزاد په نوم يو هزاره توکمی نوماند بريالی شوی دی.

نوموړی ټينګار کوي چې په پاکستانی دی، خو په اړه يې داسې ادعاوې شتون لري چې احمد علي کوهزاد پاکستانی نه بلکې د ايران او بل کوم بهرني هېواد هزاره وګړی دی.

د پاکستان سترې محکمې احمد علي کوهزاد ته د نوماندۍ لپاره اجازه ورکړې وه، خو له اړونده ادارو يې غوښتنه کړې وه، چې د نوموړي د پېژندپاڼې او هويت په اړه پلټنې تر سره کړي.

احمد علي کوهزاد په بلوجستان کې د هزاره ډیموکراټیک پارټۍ په نوم د سياسي ډلې مشر دی او ويې کولی شول، چې د هزاره ګانو رايې تر لاسه او ځان واک ته ورسوي.