روهي (جمعه/۱۲مه د زمري)، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد اصغر افغان، چې تر دې مخکې د محمد اصغر ستانکزي په نوم پیژندل کېده، د افغانانو ملي هویت ته د احترام په پار خپل تخلص بدل کړ.
نوموړي دغه اقدام برېښنایي پېژندپاڼې ته د نوم لیکنې پرمهال وکړ او خپله نوې تذکره یې د محمد اصغر افغان په نوم ترلاسه کړه.
افغان خوښي وښوده، چې له دې وروسته به د افغان ویاړلې کلمه د هغه د نوم برخه وي او زیاته یې کړه: «د نړی په ګوټ-ګوټ کې موږ ته د افغانانو خطاب کیږي او دا زموږ ملي وجیبه او وجداني دنده ده، چې په خپل هویت وویاړو او د ساتنې لپاره یې کار وکړو.»
وروستي