ستړی ژوند

 ښکاروکه ظاهرژوندي ،باطن کې هر زړه مړی دی
موږله ژوندستومانه ،ژوندله موږه ځينې ستړی دی
خدايږولګيدلـــــــــــــی پرپښتون دليونـــــي سپي رنځ
وينې دخپل ځان څښي ده ته ښکاري لوی پياوړی دی
نورخلک خپل ژوندکړي موږاخته دځان په ويرکې يو
سورککړپه وينودوجــــود مـــو  هريوغـــــــــــــړی دی
لت پت موچمـــــــــــن دی پاڼې پاڼې سره ګلان پراته
خدايــــــــــــه رالويدلی پرموږڅه تندر[خوشمړی] دی
کاڼي بوټـــــــــي سوزي دبارودوترې لوګي خيژي
دغه يې سوغات دی چې دښمن موږته راوړی دی
سترګې موړندې دي پرې پرده ده دنفرت خوره
عقل اوشعوردجنګ،جګړې ديورانه وړی دی
کوردغليم وران شه دايې څه کانې راوکړلې
اوردځان ځانۍ يې پرلمن راپورې کړی د ی
بس کړه جنګ پښتونه لار دسولې علم ونيسه
سوال درته زاري کړم دلوی خدای روی مې دروړی دی
زه خــــو(منتظر) يم دپښتون ديوه نيکمرغــــــــــــه ژوند
ګران راتـــــــــه ترځانـــــــــــــــه دپښتون هريووګړی دی  
 
 
خوشمړی = بدمرغه